خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د کانونو وزارت د لیتیمو د کانونو په اړه د څېړنو له پیله خبره ورکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفی وايي:« تر اوسه په هيواد کي د لیتیمو د کانونو په اړه هراړخیزي څېړني نه دي سوي، خو ښايي په هغو .ولایتونو کي چي د مالګي کانونه سته د لیتیم کانونه هم وي

نوموړی همدا راز زياتوي د لیتیم معادن په اړه د بشپړو معلوماتو د راټولو او د پیل سوو څېړنو پایلي به د لیتیمو د کان د را ایستلو او بیا په راتلوونکي کي د یاد کان د پانګوني په برخه کي ډېره مرسته وکړي.

د کانونو وزارت په دې برخه کي کار کوي تر څو د ټولو برخو د ارزښت په اړه مالومات ترلاسه کړو

لیتیم چي د بریښنا انرژۍ مهم زیرمه کوونکي مواد بلل کېږي، په نوي ټکنالوژۍ کي تر ډېره د ګرځنده تلیفونونو په بټریو، برېښنایي موټرنو، کمپیوټرنو او د بې پيلوټه الوتکو په بټریو کې کارول کېږي چي اوس ددغو وسایلو د سیالۍ پړاو دی.

له دې مخکې د امریکا د سروې او جیولوژۍ اداري د افغانستان د کانونو په هکله په خپلو څیړنو کې په غزني، هرات او نیمروز ولایتونو کې د لیتیم کانونو د شته والي په اړه رپوټ خپاره کړي.

د کانونو برخي کارپوه، سیدزمان هاشمي څرګندوي:« افغانستان یې د تیلو له مخي له سعودي عربستان سره پرتله کړی وو، دا چې هغه هېواد د تیلو لوي تولیدوونکی دی، افغانستان کولی سي چي د لیتیمو لوی تولیدوونکی وي.»

په تېر یوه کال کې د هېواد په کانونو کې د پانګونې د جلبولو لپاره د افغان حکومت له هڅو سره په یو وخت، د لیتیم په کانونو کې د امریکا د پانګونو د جلبولو لپاره د افغان حکومت د هڅو په اړه هم رپوټونه خپاره سوي دي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې امریکایان د افغانستان د لیتیم په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا لري که نه؟