په کابل کي د سولي مشورتي جرګه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون پرانیستل سوه.
په کابل کي د سولي مشورتي جرګه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون پرانیستل سوه.
ولسمشر غني د مشورتي جرګې د پیل په مراسمو کي وویل چي یاده جرګه ئې د انتخاباتي کمپاین هڅه نه ده، بلکي د وسله والو طالبانو سره د سولي لپاره د مشورو په هدف رابلل سوې ده.
ویل کیږي چي د مشورتي جرګې غړي به په څلورو ورځو کي لسګونه کاري کمېټې جوړي او د طالبانو سره د سولي د خبرو په تړاو به ولسمشر ته مشورې ورکړي.
وروسته اشرف غني د مشورتي جرګې لپاره پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د رئیس په توګه وټاکه.
سیاف په خپلو خبرو کي وویل هغه اشخاص چي جرګې ته نه دي ورغلي د سولي مخالف نه دي، د هغه په وینا ممکن ځیني نزاکتونه ددې سبب سوي چي د ورتګ مانع ئې وګرځي.
دا په داسي حال کي ده چي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ډاکتر عبدالله عبدالله ترڅنګ، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، ولسمشرۍ ماڼۍ ته نوماندانو، بانفوذه څېرو او بېلابېلو سیاسي اشخاصو د دغي جرګې سره پرېکون اعلان کړ او یاده جرګه ئې بې ګټي وبلل.
بلخوا وسله والو طالبانو هم دغه جرګه غیر مشروع بللې ده.