د افغانستان د سفر په اړه د خلیلزاد نوی ټويټ
واحد فقیری
۱. ما څو ورځي په کابل کي تېري کړې. پدې ترڅ کي د اشرف غني، ډاکټر عبدالله، او نورو افغان سیاستوالو سره د څو کرتو ملاتونو موقع میلاوو سوه. په تېره بیا د زلمي نسل له مشرانو سره مي ښه خوندور بحثونه وکړل، او د افغان ټولني د ګڼو استازو سره مي په یوه ستر مجلس کي خبري وکړې.
پدې ملاقاتونو کي، موږ د افغانستان د سولي د پروسې په اړه پر مختلفو ټاپیکونو باندي بحثونه وکړل. پدې بحثونو کي دا هم شامل ول چي څرنګه بین الافغاني ډایالوګ ژر تر ژره ترسره سي. زه به د دې خبرو نتایج، حاصل، او برداشتونه اسلام آباد او دوحې ته د ځان سره یوسم چیري چي زما د بحثونو بل پړاو پېلېږي. تشکر کابله.
تبصره:
جالبه خبره دا ده چي پدې تازه ټویټونو کي خلیلزاد د اشرف غني د رواني قلابي لویي جرګې نوم قدري هم نه دی یاد کړی، حال دا چي د قلابي جرګې لومړۍ ورځ تېره سوه. د جرګي نه یادول دا هم ښيي چي ښايي د اشرف غني دا عمل د واشنګټن او کابل تر مینځ موجوده درز او بې اعتباري لا زیاته کړي.
لکه څنګه چي اکثرو مشهورو افغان سیاستوالو د اشرف غني قلابي جرګه تحریم کړې ده، دا به په ملي او بین المللي سطح کي د دې جرګې اعتبار او حیثیت لا ور زیانمن کړي.
د مسکو درې اړخېزي اعلامیې وښوده چي امریکا، روسیه، او چین د افغانستان په اړه یوې اجماع ته رسېدلي دي. هغوی په ګډه د قطر د بین الافغاني مجلس د دایرېدو غوښتنه وکړه، ځکه د هغوی په نظر یوازي د مسکو او قطر غوندي مجلسونه د افغان ولس اراده تمثیلولای سي.