اینټر میلان د ایکارډي په بدل کي (کېن) غواړي.
د کوریيېر ډيلو سپورټ په حواله اینټر میلان د ارجینټایني (ماورو ایکارډي) په بدل کي د یوونتوس څخه (ایټالوی موييز کېن) غواړي او په دې اړه ئې د کېن د وکیل یا مسئول (مینو رایولا) سره خبري کړي دي.
د مویيز کېن قرارداد را روان فصل د یوونتوس سره ختمیږي او اینټرمیلان غواړي چي هغه مفت خپل کلب ته بوزي، ځکه د دوی ایکارډي د یوونتوس سره قرارداد امضاء کولو ته زړه ښه کړی دئ.
د یادوني وړ ده، چي کېن تر دې مهاله په (۱۴) لوبو کي د یوونتوس له پاره (۷) ګوله لګولي دي او د ایټالیا د ملي لوبډلي له پاره ئې په درو لوبو کي دوه ګوله لګولي.