خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د آرسینال لوبغاړي د خپل روزونکي څخه ناراضه دي.

د انګلستان د پرېمييرلیګ د تاریخ د غورو کلبونو څخه یو هم آرسینال دئ، چي په دې فصل کي شاید چمپېنزلیګ ته و نه وزي، ځکه دوی په لیګ کي پينځم دي او تر شپږم مقام کي یونایټیډ یوه نمره دمخه دي.
د ټیلیګراف پر اساس د آرسینال زیات لوبغاړي د دوی د روزونکي (اونای اېمري) د دې نتیجو څخه ځکه ناراضه دي، چي د فصل تر خلاصېدو ئې تر اوسه د هغه د لوبي په سیسټم سر نه دئ خلاص سوی.
آرسینال که څه هم د اروپا لیګ سیمي فاینل ته وتلی دئ، خو بیا ئې هم په پرېمیيرلیګ کي درې پرله پسې لوبي بایللي دي او په درو سرو لوبو کي ئې درې درې ګوله خوړلي دي.
د یادوني وړ ده، چي اونای اېمري په دې فصل کي مسعود اوزیل ته هم په لوبو کي ډېر لږ چانس ورکړی دئ.