خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

راشد خان خپل کلب ته لوبه ور وګټل او مجیب ور بایلل.

په هندي پرېمييرلیګ کي (۴۸مه) لوبه د راشدخان او نبي د لوبډلي سنرایزرز حیدراباد او مجیب د کینګز ايلېون پنجاب تر مینځ وه، چي د (۴۵) منډو په توپير سنرایزرز وګټل.
په دې لوبه کي اول بېټینګ سنرایزرز وکئ او په شل آوره کې د ۶ ویکیټو په بایللو سره پنجاب ته (۲۱۳) هدف ورکئ، د دوی په لوبغاړو کي (ډېویډ وارنر ۸۱) منډي وکړلې، خو د پنجاب په بالرانو کي (مجیب الرحمان) ویکیټ هم وانه خیستئ او په څلور آوره کي (۶۶) منډي ورکړلې، چي دا د (IPL) په تاریخ کي دوهمي زیاتي منډي دي، چي یو لوبغاړی ئې په یوه آور کي ورکوي.
کله چي د پنجاب لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو ورکړل سوی هدف ئې پوره کولای سوای، خو راشد خان په مهم وخت کي درې مهم لوبغاړي (ډېویډ میلر، میانک اګروال او اشوین) اوټ کړل او پنجاب په شل آوره کي د ۸ ویکیټو په بایللو سره (۱۶۷) منډي وکړلې، چي په دې سره ئې لوبه د (۴۵) منډو په توپیر بایلل او په داغه خاطر راشد خان ته د (ګېم چېنجر) جایزه هم ور کول سوه.
د یادوني وړ ده، چي سنرایزرز حیدراباد اوس د جدول په څلورم مقام کي (۱۲) نمرې او پنجاب په شپږم مقام کي (۱۰) نمرې لري.