مېرمن ویلز: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کاروي
واحد فقیري
مېرمن ویلز: داسي شواهد نسته چي ګواکي هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله، مېرمن الیس ویلز، وايي هغه ترورستان چي پر پاکستان باندي حملې کوي، هغوی د امریکا دوښمنان هم دي. خو مېرمن ویلز وايي چي امریکا داسي شواهد او نښي نښانې نه لري چي هند دي د افغانستان له خاوري څخه د پاکستان پر ضد د ترورستي حملو لپاره استفاده کوي.
هغې زیاته کړه،«زه خپله داسي شواهد نه لرم. مګر زموږ پالیسي څرګنده ده، او هغه دا چي هیڅ ملک باید مسلح ضد دولتي ډلي تقویه نه کړي.» مېرمن ویلز دا څرګندوني د پاکستاني ژورنالسټانو په جواب کي وکړې.
د پاکستان ټربیون اخبار د اپریل پر ۳۰ لیکي چي پاکستان له ډېر وخت راهیسي ادعا کوي چي هند افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کار اخلي، او د بلوڅو بېلتون غوښتونکي هلته روزي.
مېرمن ویلز وايي،«موږ د پاکستان سره د تروریزم پر خلاف د مجادلې په برخه کي فعالانه کار کوو. هر هغه ترورستي ډله چي پر پاکستان باندي حمله کوي، زموږ دوښمنه ده.»
مېرمن ویلز وویل چي متحده ایالات د پاکستان د فوج د هغو الزامونو په اړه هیڅ معلومات نه لري چي وايي افغان او هندي استخبارات د پښتون تحفظ موومنټ سره مرسته کوي.
مېرمن الیس ویلز پاکستاني خبریالانو ته وویل،«موږ د پاکستان ملي حاکمیت او د خاوري بشپړتیا ته احترام لرو. موږ د هیڅ بېلتون غوښتونکي تحریک حمایت نه کوو. موږ فکر کوو چي دا حیاتي اهمیت لري چي د دې سیمي هیوادونه یو بل ته احترام وکړي، او د سولي او اقتصادي انکشاف لپاره کار وکړي.»
د ټربیون اخبار لیکي چي مېرمن الیس ویلز او خلیلزاد د یوه امریکايي هیات په مشري پاکستان ته ورغلي ول، او هلته يې د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولي په اړه خبري وکړې.
پدې وروستیو ورځو کي، د پاکستان فوج د پښتون ژغورني غورځنګ پر ضد سختي خبري کړي دي، او پر پي ټي ایم يې الزام لګولی دی چي د افغان او هند له جاسوسي شبکو څخه مالي کومکونه ترلاسه کوي.