خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

غربي میډیا: په قطر کي د امریکا او طالبانو تر مینځ د خبرو شپږم پړاو

واحد فقیري

نیویارک ټایمز لیکي چي د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولي د شپږم پړاو خبري شروع سوې. خلیلزاد ویلي دي چي د سولي مذاکرات به پر دغو عمده څلورو مسایلو باندي راڅرخي: د امریکايي عسکرو وتل، د ترویزم پر ضد تضمین، د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ خبري، او دایمي اوربند.

نیویارک ټایمز د مې پر اوله لیکي ټاکل سوې وه چي د اپریل پر ۲۶ په قطر کي بین الافغاني خبري پېل سي، خو د مجلس د غړو پر سر جنجال دا خبري شنډي کړې. طالبانو موافقه کړې وه چي د حکومت له مامورینو سره به پدې شرط وګوري چي هغوی په شخصي توګه شرکت وکړي، خو اشرف غني ټینګار کاوه چي د حکومت مامورین باید د کابل حکومت په استازیتوب برخه واخلي.

نیویارک ټایمز کاږي د قطر له خبرو څخه د اشرف غني حذف هغه اندېښمن کړی دی،‌ ځکه د غني سیاسي حریفان د موقتي حکومت ملاتړ کوي. په عین زمان کي، غني لویه جرګه راغوښتې ده چي اکثره غړي يې د حکومت انتصاب سوي پلویان دي.

اخبار زیاتوي چي د قطر پدې خبرو کي به په اغلب ګومان د تروریزم د مخنیوي پر میکانیزم باندي زیات بحث وسي. او طالبان به د امریکايي «اشغالګرانو» پر وتلو باندي تاکید وکړي.‌

وریټرز: امریکا او طالبان بیا سره جرګه سول

په داسي حال کي چي امریکا او طالبان په قطر کي د افغان د ۱۷ کلن جنګ د ختمولو په منظور سره کښېناستل، د کابل حکومت کوښښ کوي چي د سولي د مشورتي جرګې له لاري خپلي ګټي تضمین کړي.

وریټرز د مې پر اوله لیکي د طالبانو اعلامیه وايي چي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر نن په قطر کي سره وکتل. ذبیح الله مجاهد وايي پدې مجلس کي«د افغان د کشالې د سوله ایز حل په غرض د کلیدي مسایلو په ارتباط تبادل نظر سره وسو.» ذبیح الله مجاهد زیاته کړه«دا نهایت مهمه ده چي دوه حیاتي مسایل نهايي سي – د خارجي قواوو بشپړ وتل، او د افغانستان له خاروي څخه بل چا ته ضرر نه رسېدل.»

وریټرز لیکي په کابل کي یو غربي دپلومات وايي چي خلیلزاد به د خبرو پدې روانډ کي د جنګ د ختمولو لپاره پر اوربند باندي تمرکز وکړي. دغه راز خلیلزاد به هڅه وکړي چي طالبان بین الافغاني خبرو ته تشویق کړي. خو ذبیح الله مجاهد رویټرز ته وویل،«پدې خبرو کي به یوازي امریکایان او طالبان برخه لري. البته قطري چارواکي به د کوربه په څېر حضور ولري.» ذبیح الله مجاهد وايي د افغان حکومت استازو ته د برخي اخیستلو اجازه ور نه کړه سوه.

وریټرز لیکي اشرف غني هڅه کوي چي د مشورتي لويي جرګي له لاري د خپل حکومت مشروعیت تقویه کړي، خو زیاتو مخورو افغان سیاستوالو د غني لویه جرګه تحریم کړې ده.