قحبه خانه
ليک : رحيم خان
د غوماشو او انسانو تر منځ خو هم د ویني یوه داسي تعلق سته چي د غوماشو د بقا ضمانت ورکوي… !
ایا دا تعلق دی چي د ویني قدر زیاتوي او که وینه ده چي تعلق ته دوام ورکوي؟….،
زما په خیال دا تعلق ، ضروري نه ده چي تاسو دي هم زما رنګه تعلق ته د غرض نوم ورکړی البته هم دا تعلق دی چي موږ یې له یو بل سره نښلولي یو او قریب هر تعلق خپل قیمت لري.
قیمتونه که هغه مادي بڼه ولري او یا غیر مادي چي نَن هم له منځه و ایستل سي نو ور سره تړلی تعلق هم خپله ساه له لاسه ورکوي.
ایا مینه قیمت نه لري او د عشق کولو تر شا موږ یو مبهم یا پټ غرض نه لرو؟….
اخلاقیات د لوستلو تر حده تر هر چا هم ما ته ډیر خوند را کوي البته د خرافاتو د فلسفې د خالق دې ټکي ته په کوم نظر ګورو چي ” د احتلام تر پروسسه تیریدل د یو ستر فطرت تجربه کول دي چي تر شا یې د جنسي اغراضو ماشین چلیږي او قریب ۸۵ فیصده انسانان په خپل ژوند کي یو یا دوه واره له دا څو ” تجربو ” ضرور تیریږي. زما ذاتي خیال دی چي په دې ۸۵ فیصده انسانانو کي د افلاطوني میني په رنګ لړلي موږ ته ډیر را نیژدې څوک هم وي !
تعلقات که هغه د شکم پرستي تر فلسفه لاندي وي، که یې د جنسي خواهشاتو رنګین کمیس اغوستی وي، که د عشق په جامه کي د ابدي سکون تمنا لري او که څه هم د ویني د پیوستون بڼه ولري، دا ټول له یوې مستي، حقیقي او فطرتي ” اغراضي فلسفې ” خپله سرچینه اخلي.
د خانداني ” جوړښتونو”ساختیاتو“ تر اغېز ”اثر “ لاندي د وینو تعلق هم کله نا کله په سپینه ورځ په ډیر بربنډه توګه خپل ځان په خپل لاس رسوا کړي.
موږ ټول د یوې مستي کائناتي قحبه خانې وګړي نه یو؟