خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

چي زړه نلري مينه به څه وپېژني

ليک : عصمت الله زهير

دا غوټه هم نوره پرانستل سوه چي ولي یوازي په پښتني سيمو کي مکتبونه او شفاخانې سوځل کیږي ، د مکتب په انجونو ولي تیزاب شیندل کیږي ، سړکان نړیږي دا ولي ؟
پښتون القاعده ، پښتون ترهګر ، پښتون خود کش بمبار ، پښتون طالب نومول کيږي دا ولي ؟
پشتون چي له تیرو څلورو لسیزو څومره بدترین او زښت خطرناک صورتحال ته مخامخ سوی دئ په جغرافیوي ، سیاسي ، اقتصادي او ژبني حواله په مکمله توګه مفلوج او یرغمال ساتل کیږي ورځ دربله مغلوبیږي ٫٫ غلامان٬٬ ورباندي نن ورځ لاسبري کيږي نه ؟
د ملا او ملټرۍ یوالي ته د پښتنو او پښتني منطقو پیښ صورتحال منسوبیږي نه ؟
د بنو او ټانک صورتحال ږوب ، پښین ، کوټي ته راوړلو هڅي عملي کیږي نه ؟
اساسي پوښتنه اوس هم دا ده چي روڼ اندي او ملت (قوم پرست )ګوندونه نن هم د تماشګرو رول پلي کوي نه ؟
لاکن حقیقت دا دئ مذهبي تشدد پرستان کله هم ویني په وینو وینځلی سي .
٫٫ جنګ د کور په وره کي دئ زموږ خوارو نصیب په غره کي دئ ٬٬ !
په جنګي حالت کي امن بختور دئ چي ورسیږي لاکن دا په ناروا روپو او وسلو سنبال بد مست به د امن په ژبه څوک پویوي چي یوه روپي لس کول او یو توپک سل کول یې دنده ګرځولې ده !
د خلګو په وینو اوبېدونکي تږي لیوان چي هره سرتوره یې د هوس ښکار وي ، اوښکي تښتوي ، ویني بلوي د امن سندري به څه اوري څوک چي زړه نه لري مینه به څه وپېژني !