باچا خان: موږ او پاکستان
ژباړه : عصمت الله “زهیر”
څنګه چي د پاکستان حکومت جوړسو بې د کوم تقصیره یې پرموږ داسي ،داسي ظلمونه روا وګرځول چي د کافر فرنګي د حکومت مهال هم د موږ سره نه و سوي ، فرنګیانو زموږ کورونه نه و چور کړي لاکن د پاکستان اسلامي حکومت زموږ کورونه هم چورکړل ، د فرنګي په حکومت کي په اخبار او جلسو باندي بندیځ نه و لاکن د پاکستان اسلامي حکومت ورباندي بندیځ ولګولو …
د فرنګي حکومت د پښتنو د میرمنو سپکاوی نکولو خو د پاکستان اسلامي حکومت دا هم وکړلو د دې ټولو خبرو ذکر به یوه خوا ته پرېږدو د پاکستان حکومت خپل ټول حدود مات کړل کله چي په چارسده کي پښتنو نارینوو او میرمنو د جمعې لمونځ ادا کولو لپاره د خپلو بندیانو وروڼو لپاره دعاؤ غوښتلو په خاطر قرانونه پر سرو نیولي مسجد ته ننوتلو هم دا ګړی د پاکستان د اسلامي حکومت مشین ګن چلونکو پوځیانو د پښتنو د نر او ښځو پرسینو او د خدای پر قرآن ګولۍ وچلولې سوري ،سوري یې کړو …
همدغه ډول په جیل کي چي کوم چلند د انګرېز حکومت به راسره ساتلو د هغه په مقابل کي دا اسلامي حکومت لس چنده بدتر چلند راسره ساتلو پاکستاني حکومت همېش زه د جیل په یوه داسی توره کوټه یا بارک کي بندي وساتلم چي د رڼا څرک به هم پکي نه وو، د حیدر اباد په جیل کي ټوله وخت په یوازیتوب کي راباندي تېر سو د هیچا سره مي د لیدلو اجازه نه درلودله، د دا جیل آب و هوا زما د صحت لپاره موافق نه وه نو سخت ناروغه سوم د پښتورګو تکلیف راته پېښ سو هم مي د پښې تکلیف ورسره پیدا سو…
جیلر چي پنجابی مسلمان وو زما حالت ته یې هیڅ پاملرنه نکوله د ځانه به یې غلطي دوایاني راکولې اخر پای یې د لاهور جیل ته تبدیل کړم هلته مي هم ناروغي مخ پر زیاتیدو سوه نو یې د منټګمرۍ جیل ته واستولم او په کوټه کي یې یوازي بندي کړم ناروغي مي دلته نوره یو په دوه سوه ورځ دربله د توانه لویدم ما د انګرېز په حکومت کي پنځلس (۱۵) کاله بند تېرکړو او د پاکستان په اسلامي حکومت کي مي هم پنځلس کاله بند تېرکړو ، د پاکستان د حکومت لخوا به و ماته سزا د جرمانې سره راکول کېده ، زما د جائیداد یوه برخه د پنځلسو زرو کالدارو د جرمانې په عوض پاکستاني حکومت ضبط کړه چي په اصل کي دا جائیداد تر پنځوسو زرو کالدارو هم سیوا وو …
د انګرېز حکومت که زور ، ظلم او زیاتی کولو نو هغه خو زموږ دښمن وو ، زموږ د هغه سره جګړه روانه وه لاکن پدغه پاکستاني اسلامي حکومت مي هیڅ سر خلاص نسو چي د کوم جرم په ګناه یې زه او په زرو نور خدایي خدمتګار يې په جیلونو کي ساتلي وو…
زما په فکر د پاکستان سره دوستي ممکن نه ده ولي چي د پاکستان بنیاد پرنفرت بنا سوی دی د پاکستان په پلنډه کي نفرت، بغض ، حسد ، کینه ، دښمني او د حقارت احساسات راته پراته ښکاري ، د پاکستان جوړول د انګرېز مهرباني وه انګرېز پاکستان د دې لپاره جوړ کړو چي ټول ژوند د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ جګړه توده وساتي …