خلیلزاد شکاکو سناتورانو ته معلومات ورکړل
سوشیټډ پریس: خلیلزاد شکاکو سناتورانو ته معلومات ورکړل
اسوشیټید پریس لیکي کله چي امریکايي سناتوران د خلیلزاد سره له سري جلسې څخه راووتل، هغوی نه غوښتل چي د مجلس جزییات شریک کړي. د سنا د خارجه روابطو د کمېټې مشر جیم ریش وايي زه باور لرم چي خلیلزاد پرمختګ کوي، خو «مسله دا ده چي څونه پرمختګ يې کړی دی، او ایا ټاکل سوي هدف ته به ورسېږي او کنه؟»
دا د خلیلزاد لومړی ځل دی چي د افغانستان لپاره د خاص استازي تر ټاکل کېدو راوروسته کانګرس ته معلومات ورکوي.
سناتور ریش وايي،«ایا موږ چټګ پرمختګ غواړو؟ بلې هو. ایا موږ يې ژر خلاصېدل غواړو؟ بلې هو. مګر زه انتقاد نه کوم. زه پوهېږم چي دا یو مشکل حالت دی.»
د سنا د خارجه روابطو د کمېټې بل دیموکرات غړي باب مینندیز وايي،«موږ ګرده غواړو چي خپل عسکر ژر تر ژره راوباسو، د دې هدف د لاسته راوړلو طریقه زیات اهمیت لري.»
سناتور مینندیز علاوه کوي،«د افغانستان د حالاتو په باب د امریکا د استخباراتو او د سفیر خلیلزاد د خوشبنۍ تر مینځ ژور اختلاف موجود دی.»
د دې کمېټې بل جمهوري پال سناتور، ټاډ یانګ، پر سپیني ماڼۍ ږغ وکړ چي د طالبانو سره د خبرو په اړه شفافیت مراعات کړي. هغه وايي چي موږ باید پر دې مسایلو باندي په سنا کي خبري وکړو،«موږ نه سو کولای چي دا مسایل یوازي اجراییه څانګي ته خوشي کړو.»