۴۳٪ امریکایان وايي سوسیالیزم د امریکا لپاره ښه دی
واحد فقیري
۴۳٪ امریکایان وايي سوسیالیزم د امریکا لپاره ښه دی
د امریکا د عامه افکارو نوې سروې وايي ۴۳ ٪ امریکایان باور لري چي یو نوع سوسیالیزم د ملک په خیر دی، خو ۵۱٪ امریکایان سوسیالیزم د هیواد لپاره بد ګڼي. د ګالپ دا تازه سروې ښيي چي امریکایان د سوسیالیزم په اړه خپله زړه بدبیني خوشي کوي.
دا سروې وايي چي امریکایان اوس هم د دولتي کنټرول په تناسب آزاد بازار خوښوي، خو هغوی له حکومته غواړي چي په انټرنیټ کي د مشتریانو او خریدارانو اسرار او معلومات خوندي وساتي، او دغه راز حکومت د محیط او چاپیریال غم وخوري. (منبع: نیوز ویک)
د هند خارجه وزیره: هند په افغانستان کي سوله او ثبات غواړي
مېرمن سوشما سواراج د چهار شبنې په ورځ د شانګهای د همکارۍ په سازمان کي وویل: هند به د هغې پروسې ملاتړ وکړي چي په افغانستان کي د ثبات، امن، اقتصادي پرمختګ، او د جنډر د حقوقو د حفاظت ضمانت وکړي.(منبع:ډي این اې اینډیا)
طلوع نیوز: د افغانۍ ارزښت په بې سابقه ډول راکښته سوی دی
د افغانستان د وټې په بازارونو کي د ډالر قمیت ورځ په ورځ جګېږي. پرون یو ډالر د ۸۱ افغانیو په بدل کي تبادله کېدی.
تبصره: د غني – عبدالله په دوره کي د افغانستان اقتصاد په ټولو مهمو برخو کي کمزوری سوی دی. غني وعده کړې وه چي اقتصاد به جوړوي، یو میلون نوي کارونه به خلقوي، او د خلګو د ډوډۍ غم به خوري. خو پنځه کاله راوروسته غني په خپلو ټولو وعدو کي ناکامه سوی دی.