خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د مسکو مجلس

واحد فقیري

روسیې یو شمېر افغانان او طالب مشران د افغانستان او روسیې د سل کلني دپلوماتیکي روابطو د کلیزي د لمانځلو لپاره د مې پر ۲۷ باندي دعوت کړي دي. البته پدې مجلس کي به د سولي په اړه هم خبري وسي. طالبانو دعوت منلی دی،‌ خو تر اوسه پوري یې د خپل هیات نومونه نه دي ذکر کړي. د کابل رژیم لا تر اوسه د دې مجلس په باب څه نه دي ویلي، خو ښايي خلیلي به برخه پکښې واخلي. حامد کرزی هم دعوت سوی دی.

تبصره: د افغان د سولي په خبرو کي د روسیې له رغنده نقشه هرکلی کوم، او د مسکو دا ابتکار د سیمه ایز ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري ګڼم. خو د افغان برخوالو د شمېر او تنوع محدودیت یې د اندېښنې وړ بولم. او د مسکو دا روش انحصاري او تبعیضي ګڼم.

الجزیره: په هلمند او کونړ کي په بمباریو کي ۱۴ تنه ملکي کسان وژل سوي دي
ملګري ملتونه د هلمند او کونړ ولایت په بمباریو کي د وژلو سویو کسانو شمېر ۱۴ یادوي،‌ او وايي چي اوه تنه يې ماشومان دي. ملګري ملتونه د کابل پر حکومت باندي ږغ کوي چي د ملکي کسانو په برخه کي بین المللي قوانین مراعات کړي.

نیویارک ټایمز: ټرمپ ځانګړی جمهوریس
د امریکا په تاریخ کي جمهورریس ټرمپ لومړنی ولسمشر دی چي پخوا يې نه په حکومت کي تجربه لرله، او نه یې هم په اردو کي سابقه لرله.

د کابل چاودنه:
د جمعې په ورځ د کابل په چاودنه کي مولوي ریحان وژل سویدی، او ۱۶ تنه نور ټپیان سوي دي.
تبصره: په مساجدو کي چادوني او وژني په کلکه غندم، او دا کار د اسلام،‌ انسانیت، او افغاني دود او دستور مخالف ګڼم.