خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

واشنګټن پوسټ: د مسکو بین الافغاني خبري

واحد فقیري

واشنګټن پوسټ: د مسکو بین الافغاني خبري

واشنګټن پوسټ د مې پر ۲۸ لیکي دا لومړی ځل دی چي د طالبانو د تحریک یو موسس، ملا عبدالغني برادر، په عام محضر کي راڅرګندېږي او خبري کوي. پدې مجلس کي د ملا برادر تبصرې دا وښوده چي د طالبانو مشران د سولي د خبرو ادامه غواړي، او د امریکا د اشغال ختمول غواړي.

د مسکو د کانفرانس په پیل کي ملا عبدالغني برادر وویل،«اسلامي امارت سولي ته سخت ژمن دی، خو لومړی باید د سولي مانع لیري سي، او هغه دا چي د افغانستان اشغال باید ختم سي.»

واشنګټن پوسټ ادامه ورکوي او لیکي ملا عبدالغني برادر ماش و برنج ږېره لرله، توره لیکداره لونګۍ يې تړلې وه، او عینکي يې په سترګو وې. هغه د کانفرانس پر ګردي ستر مېز باندي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي لارووف څنګ ته مرکزي چوکۍ اشغال کړې وه. اخبار لیکي چي هوټل ته د طالبانو د هیات راننوتل ډارماتیک شکل لاره، او په زینو کي ګرده په یوه صف کي اوږه په اوږه راختل.

واشنګټن پوسټ لیکي ملا برادر په قطر کي د خلیلزاد سره د بندو دروازو شا ته څو ملاقاتونه او مجلسونه کړي دي، خو په مسکو کي د هغه را څرګندېدل به په اغلب ګومان هغه د طالبانو د عامه دپلوماسۍ نوې او محوري څېره ورګرځوي.

اخبار لیکي ملا برادر یو زیرک سیاسي ستراتیژیسټ دی، د امریکا تر اشغال را وروسته يې د طالبانو په بیا راجمع کولو او منظمولو کي کلیدي نقش لوبولی دی. لس کاله پخوا، پاکستاني او امریکايي استخباراتو ملا برادر په پاکستان کي ګرفتار کړ، او وروسته د امریکا د حکومت او خلیلزاد په خواهش له بنده آزاد سو، ځکه خلیلزاد باور لري چي ملا برادر د سولي په خبرو کي رغنده رول لوبولای سي.

واشنګټن پوسټ لیکي که څه هم روسیې په افغانستان کي د ۱۹۸۰ په کلونو کي سخته نظامي ماتې وخوړله، خو یو کرت بیا غواړي چي په افغانستان کي مهم نقش ولوبوي. د روسیې خارجه وزیر لارووف پخپله وینا کي له افغانستانه د «ټولو خارجي قواوو» د بشپړ وتلو ږغ وکړ. او پر سیاسي مصالحې يې ټینګار وکړ.

واشنګټن پوسټ کاږي زیاتره افغان مېرمني د طالبانو په اړه اندېښمني دي. د افغان هیات یوه ښځینه غړې مېرمن تاجور کاکړ وايي،«موږ به د افغان د ښځو د حقوقو پر مسلې باندي ټینګار وکړ، څو هغوی پوه سي چي دا مهمه خبره ده.» مېرمن کاکړ علاوه کوي،«طالبان هم افغانان دي. موږ ګرده باید د یوه هدف لپاره، چي سوله ده، کار وکړو.»