خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د نړۍ خطرناک کتابونه

ژباړه: نقیب الله صدیقي
د علم او حکمت حاصلولو لپاره کتابونه یوه بهترینه وسیله ده، هر انسان د خپل زوق له مخي کتابونه لټوي او د خپل علم د زیاتوالي او معلوماتو د راټولو په موخه یې مطالعه کوي.
که څه هم کتابونه علمي او معلوماتي خزانې بلل کیږي خو په نړۍ کي داسي کتابونه هم سته،چي لوستل او مطالعه یې ستاسو لپاره هیڅ ګټه نه لري او کېدای سي دا کتابونه ستاسو ژوند برباد کړي،د ځنيو کتابونو لوستل انسان د مرګ تر پولي هم رسولای سي.
نو په دې خاطر، که چیري د دې لینکي په لوستلو سره ستاسو په زړه کي د دغو خطرناکو کتابونو د پیدا کولو او لوستلو جذبه پیداکیږي،نو بیا دا لیکنه پر همدې ځای بس کړئ،ځکه په دې لیکنه کي د نړۍ د خطرناکو او اسراره ډکو کتابونو په اړه معلومات در کول کیږي او دا کتابونه کومه خیالي او افسانوي بڼه نه لري،بلکي اوسمهال هم په نړۍ کي موجود دي، نو راسئ وې لولی چي دا کوم کتابونه دي.
د پیکاټریکس
دا کتاب د پیکاټریکس The Picatrix په نامه یادیږي. د پیکاټریکس د جادویي انتر او منتر څخه ډک یو کتاب دی،چي د یوه پخواني عربي غایه الحکیم کتاب څخه اخذ سوی دی. د ماهرینو په خبره دا کتاب په لومړي ځل په یولسمه عسوی پیړۍ کي عام محضر ته را ووتی. دا هغه وخت وو چي مسلمانانو پر ساینسي نړۍ حکومت کاوه، د دې دور مسلمان کېماپوهانو په خپلو شعبو کي داسي کېمیاوي تجربې او نوښتونه وکړل،چي اوسني ساینسپوهان ورته ګوته په غاښ پاته دی،نودغه غایه الحکیم کتاب د هغه وخت یو عرب کېمیاپوه لیکلی وو.
په د پیکاټریکس کتاب کي د جادو حاصلولو لپاره بېلابیلو طرقې مختلفي لارښووني لیکي دي، مثال په ډول: وینه،متیازي،دماغ، اپیون او داسي نور توکي په یو مختلف تناسب سره یوځای کیږي او په نتیجه کي یې جادو منځ ته راځي.
کوډیکس جیګیس
کوډیکس جیګیس Codex Gigas دا یو پخوانی لاتني کتاب دی،چي په دیارسمه عسوي پیړۍ کي لیکل سوی دی. د دې کتاب اوږدوالی درې فوټه او وزن یې ۷۴ کیلو ګرامه دی. دا کتاب چي ۳۲۰ صفحې لري،پر شاوخوا د ۱۶۰ خرونو پر پوستونو باندي لیکل سوی دی.
په دې کتاب کي د جادوګرۍ او پېریانو د کابو کولو مختلفي طریقي کښل سوي دي او دا کتاب د شیطاني کتاب په نامه هم پېژندل سوی دی. د دې کتاب پر یوه صفحه د شیطان څېره هم رسم سوې او د راویانو په خبره دا کتاب په یوه شپه کي لیکل سوی او د دې کتاب په لیکلو کي د پادري لیکوال سره شیطان هم پوره مرسته کړې ده.دا کتاب اوس د سویډن په ملي میوزیم کي پروت دی.
په نړۍ کي یوازي دا دوه کتابونه نه دي چي خطرناک بلل سوي دي،بلکي دې ته ورته نور کتابونه هم سته چي په راتولنکې لیکنه کي به یې په اړه معلومات درکول سي.