لار
ليک : عصمت الله زهير
رښتيا هم داسي ده ليک د يوار لوستلو پس هم داسي وي لکه کوم مړی يا تير سوی پرون يا مړه چا پسي وير کول خلک اکثر اوس د وخت زيان پاموي .
د زړه په کنډوالو کي ښخ پرون ځنګول ، په پرديو ښارونو کي ژوند بادول ، د ليک د راتلو په هيله (نن) په (سبا ) اړول دا که د وخت زيان وي نو دا زيان مي اوس يوه ښکلې مشغله او د ژوند د تيرهولو يوه سپېڅلې وسيله وګرځيده ، اوس زيات وختونه په تنهايي کي د خپل څيرلي زړه سره تېروم ، قبرستان غوندي يو مکان کي تنکيو غوټيو د سپړلو په هيله وخت لنډوم چي ګل سي په وږمو بې معطره د هيلو په سپرغيو کي لاره باسم !