خلیلزاد په پاکستان کي
واحد فقیري
خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی دی، او د پاکستان د خارجه وزارت له مامورینو سره يې ملاقات کړی دی. او د افغان د سولي په باب يې خبري سره کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي،«دا یوه ښه خبره ده چي ټولي خواوي غواړي چي دا فرصت غنیمت وګڼي، او دا اوږد جنګ د سیاسي مصالحې له لاري فیصله کړي.» (امریکا ږغ انګلیش)
نیویاک ټایمز: د سولي ولسي حرکت د طالبانو سیمو ته ورځي
د سولي ولسي حرکت غواړي چي د اور بند پیغام راسا طالبانو ته ورسوي. هغوی له لښکرګاه څخه موسی کلا ته روان دي. هغوی دا سل میله سفر په پښو وهي، او د روژې په میاشت کي، چي د حرارت نهایت جګه ده، هغوی د شپې په تیارو کي روان وي. هغوی تر اوسه پوري دیرش میله مزل کړی دي. او په هر کلي کي نوي کسان ورسره یو ځای کېږي. پدې ډله کي له لس کلن ماشوم څخه نیولی بیا تر ۶۸ کلن سپین ږیري پوري شامل دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،«موږ به هغوی ته په خپلو منطقو کي اجازه ور نه کړو. دا حرکت د افغان استخباراتو او د امریکا له سفارت څخه راسا هدایات اخلي.»
نبیل: غني له بیت المال څخه د خپل کمپېن لپاره سوء استفاده کوي
رحمت الله نبیل وايي چي د اشرف غني حکومت د بیا انتخابېدو لپاره ستر دولتي قرار دادونه د کمپیني حمایت په بدل کي ور کوي. هغه وايي چي د اشرف غني ۹۵٪ فیصده وروستۍ مقرریاني او برطرفیاني د انتخاباتي کمپين لپاره کېږي. (اریانا نیوز)