خلیلزاد: د طالبانو د مشر د اختر د پیغام مثبت اړخ
واحد فقیري
د طالبانو د مشر د اختر پیغام د افغان د سولي د پروسې لپاره ښه حمایت د ځان سره لري. پدې پيغام کي دغه راز د نورو افغانانو سره په بین الافغاني ډایالوګ کي د برخي اخیستلو تلوسه هم موجوده ده، او د یوې داسي نهايي سیاسي موافقې هیله هم په کښې سته چي د قدرت د وېشلو مطالبه کوي. دا ګرده ښه شیان دي.
خو په عین زمان کي، د هغه د پیغام جنګي لحن غیر ضرور دی. ځکه چي موږ د سولي مذاکرات پر مخه ټېله کوو، خو د هغه د پيغام موجوده لحن دا خبري مغلقوي.
د ملا هبت الله پیغام وايي چي متحده ایالات د تشدد په لټه کي دی. موږ قطعا دا کار نه کوو. په افغانستان کي د تشدد کچه د منلو وړ نه ده، او موږ د روان تشدد د ابدي کولو اراده نه لرو.
په داسي حال کي چي موږ د دې جنګ د ختمولو په غرض مذاکراتو ته ادامه ورکو، راځئ چي په ګډه د دغه روان تشدد د راکمولو او یا سمدستي ختمولو په منظور همکاري سره وکړو. د افغانانو وژل باید سټاپ سي. اختر مو مبارک سه!