خلیلزاد په اروپا کي
واحد فقیري
خلیلزاد اروپا ته رسېدلی دی. او هلته يې د اروپايي ملکونو له استازو سره ملاقات کړی دی. د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاد خاص استازی، رولانډ کوبیا، په خپل تازه ټويټ کي لیکي: «نن په برلین کي د اروپايي او امریکايي استازو تر مینځ ملاقات وسو. موږ په افغانستان کي د سولي په اړه خبري وکړې. بین الافغاني مذاکرات لومړیتوب لري. خو ډېر کارونه لا مخته پراته دي. که چیري ټول طرفونه – افغان او بین المللي ټولنه – څه تعقل او نرمښت وښيي، د افغانستان د تلپاتي سولي لپاره خوشبیني موجوده ده. (منبع: د ښاغلي کوبیا ټویټ)
امریکا ږغ: امریکا له پاکستانه غواړي چي طالبان په خبرو کي انعطاف ته وهڅوي
متحده ایالات او طالبان به پدې میاشت کي بیا په قطر کي خبري شروع کړي، خو امریکا له پاکستان او نورو سیمه ایزو هیوادونو څخه غواړي چي طالبان په مذاکراتو کي انعطاف ته تشویق کړي. یوې باخبره منبعې امریکا ږغ انګلیش ته ویلي دي،«واشنګټن له پاکستانه زیاته توقع درلوده، خو اوس واشنګټن پدې پوه سوی دی چي پاکستان پر طالبانو باندي کنټرول نه لري.»
یو بل عالي رتبه پاکستاني مامور امریکا ږغ ته ویلي دي،«موږ آس چینې ته بېولی دی، خو په زوره اوبه باندي نه سو څښلای.» پاکستان وايي چي موږ به د سولي لپاره خپل ټول کوښښ وکړو، خو که چیري اوضاع بدله سي، موږ به ځان ورته چمتو کړو.
#DailyNews