خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

غزل: عطایي ملا

غزل

که شپې لار لیدای د زلفو، راختلی به لمر نه وای
که بې سوزه سازېدلای، دا دلسوز به دلبر نه وای

که ګلان د میني نه وای ،د ښارګ د وینو تږي
کربلا! ستا په لمن کي ، چاپرې کړی به سر نه وای

که ښامار د ظلم مخه ، اړولای و خپل غار ته
معافۍ به و کار کړی ، د دې خیر که شر نه وای

آدم زاد که د خپل عقل ، قدر خپله پېژندلای
دا ناپوهه دا سر زوره، بدکرداره به خر نه وای

ژونده! ستا اغزنه شپه به، ما په یو آه وه سوځلې
که یې ګل مخ ته سپر نه وای، که امید د سحر نه وای

که شوم نیت د لالا ! نه وای، که مي کور کي بلا ! نه وای
خانه ! ستا څنګ ته به ناست وای، زه به خوار په سفر نه وای

(عطایي ملا)