په امریکا کي چینايي محصلین
واحد فقیري
د متحده ایالاتو په پوهنتونو کي قریب درې نیم لکه چینايي محصلین درس وايي. چین د ۱۹ پېړۍ په آخرو کلونو کي ځیني محصلین امریکا ته د تحصیل لپاره واستول.
د چینايي محصلینو لپاره په امریکايي پوهنتونو کي درس ویل یو امتیاز دی. خو په چین کي پر هغوی باندي ملنډي وهل کېږي، ځکه چینایان وايي چي د شتمنو کورنیو بچیان نه غواړي چي د چین د کانکور سخت امتحان ورکړي، نو لهذا امریکا ته مخه کړي.
د چین په مکتبونو کي اوس امریکايي سټایل مناظرې، جدل، او ډیالکتیک باب سوي دي. ځکه هره مسله دوه اړخه لري. پلویان او مخالفان لري. هره موضوع دوه متضاد طرفونه لري.
یکانومیسټ