خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پلار

راډيو مي کوک کړه

د کوم پروګرام یو کوربه پلار پلار ویل

د پلار په ورځ مي پلار ډېر را یاد سو

پاس ګورم

د چت پر سپین رنګ 

د قنديل د رڼا په چوکاټونو کي

د پلار په غېږ کي انځورونه وینم

سترګي کښته کړم

د سرې غالۍ

په وړينو ريښو کي

له پلار سره د لوبو خوپ تصویرونه وینم

څنګ ته پر تور چرمي کوچ کي مي زوی ته پام سو

هغه ورک په ما کی وو

لکه په ماشومتوب چي زما فکر په بابا کي وو

هغه به هم کله کله راډیو په لاس کي

لاندي د کوټې غالۍ

لوړ د خوني چت ته کتل

خدای خبر

خپل پلار هغه ته  به هم څومره یادېدی…

محمد سيمع صادق