خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

حامد کرزي د ناټو ځواکونو پر عمومي قوماندان د بمباریو له امله نیوکه کړې

پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو پر عمومي قوماندان د ړندو بمباریو له امله نیوکه کړې.
حامد کرزي د سولي او ډاکټر زلمي خلیلزاد د هڅو په دفاع کي په یوه ناسته کي جنرال سکاټ میلر ته ویلي چي له يوې خوا د امريکا حکومت خليلزاد ته دنده سپارلې ده چي په افغانستان کي د سولي پروسه مخ ته یوسي، خو له بلي خوا امریکايي ځواکونو ړندې بمبارۍ او افغان وژنه روانه ساتلې.
د کرزي په وینا دغه حالت ته په کتو امریکا سوله غواړي او که د سولي مخنيوي کوي؟
راپورونه وايي چي له هماغي ناستي دوې ورځي وروسته امريکايانو او حکومت په ګډه د لوی کندهار د مشرانو زوروني او وژني شروع کړي، هره شپه د بېګناه افغانانو کورونه بمباريږي چي دغه ډول دریځ ممکن د سولي مخه ډب کړي.
یو شمېر سرچینې وايي چي په بعضو ولاياتو کي هغه افراد او مشران چي د حامد کرزي ملګري او د سولي په راوستو کي کومک کوي د امريکايانو او افغان حکومت لخوا د آزار ، تهدید او نیولو سره مخ دي.