خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د خلیلزاد نوي ټویټونه

واحد فقیري

په داسي حال کي چي موږ د طالبانو سره د بل روانډ د خبرو لپاره تیاری نیسو، دا خبره لازمه ده چي په پام کي يې ونیسو چي موږ د سولي د یوې جامع موافقې په لټه کي یو — نه یوازي د وتلو د موافقې په لټه کي.

د سولي جامع موافقه څلور مرتبط اجزاوي لري: د تروریزم ضد ضمانت،‌ د خارجي عسکرو وتل، داسي بین الافغاني خبري چي سیاسي مصالحې ته لاره یوسي، او هر اړخېز او دایمي اور بند. دا هغه چوکاټ‌ دی چي طالبانو منلی دی.

ما څو کرته ویلي دي چي پر هیڅ شي باندي موافقه نه کېږي، تر څو پر ګردو موافقه و نه سي.‌

تبصره:

د خلیلزاد دا ټویټ د سهېل شاهین د ټویټ جواب دی. داسي ښکاري چي خلیلزاد او سهېل شاهین په ټویټر کي ښکر په ښکر سول. که چیري دا ټویټري مناظره دوام پیدا کړي، دا د شفافیت په ګټه ده، او موږ باید تشویق کړو. ځکه زموږ ته به زیات معلومات په لاس راکړي. نو لهذا، دا داسي جنګ دی چي زموږ په خیر دی. یارانو دعا کوئ. او چکچکي کوئ!