طالبان په چین کي
واحد فقیري
د چین د خارجه وزارت ویاند، لو کانګ، وايي د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د طالبانو یو هیات چین ته ورغلی وو، او د چینايي مقاماتو سره يې د سولي او مصالحې په اړه بحثونه وکړل.
لو کانګ وايي،«پدې وروستیو کلونو کي چین د افغانستان سیال شرایطو ته جدي توجه کړې ده. موږ تل د افغانستان د سولي او مصالحې په پروسه کي مثبت نقش لوبوی دی.» هغه علاوه وکړه بېجینګ غواړي چي افغانان خپل مشکلات په خپله فیصله کاندي.
«دواړه طرفونه باور لري چي دا ملاقات ګټور وو، او هم يې پر دې موافقه کړه چي په آینده کي به دا تماسونه جاري ساتي، او هم به د افغان کشالې د فیصله کولو او د تروریزم سره د مجادلې لاري چاري لټوي.»(رویټرز)
ملګري ملتونه: قطر او جرمني د بین الافغاني خبرو بند و بست کوي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل چي د افغانستان د سولي په اړه خوښ دی، او «پر ټولو هغو ملکونو باندي چي د طالبانو سره مستقیم تماس او نفوذ لري ږغ کوي چي طالبان بین الافغاني خبرو ته تشویق کړي.» هغه وايي ټول باید کوښښ وکړي چي د طالبانو او افغان حکومت تر مینځ د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
- قطر او جرمني به د آینده بین الافغاني خبرو کوربه وي. د ملګرو ملتونو خاص استازی، یاماموتو، وايي،«طالبانو لپاره یو څرګند پیغام دا دی: د مذاکرات مېز ته راسئ، او د افغان حکومت سره مخامخ خبري وکړئ.» (اسوشیټډ پریس)