خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

غازي امان الله خان: ته دي پارچه حلوه زه به  مچان در څخه شړم!

لیک: ولي نوري

زما د پلار تره ښاغلي جمالي کیسه راته کوله، چي د علي حضرت غازي امان الله خان په وخت کي چي د عصري علومو زده کړه په هیواد کي اجباري سوه، په کندهار کي زیاتو خلکو خپل کوچنیان ښوونځیو ته نه لیږل ځکه چي په هغه وخت کي هم ډېرو خلکو د ساینسي علومو د زده کړو څخه بد وړل. مشرقي لېسه، چي د کندهار په ښکارپر دروازه کي موقعیت لري، یو له هغو لومړنیو عصري لېسو څخه ده، چي د شاه په وخت کي زیاته توجه ورته وسوه. ددې ښوونځۍ اکثره زده کوونکي د کندهار د اهل هنود کوچنیان ول. وایې یوه ورځ شاه د امتحان په ورځ دغي لېسې ته ورغئ، چي ناپامه یې یوه سک شاګرد ته پام سو، چي پر سر یې دانې راختلي وې، کله چي به یې د امتحان د پارچي د حلولو کوښښ کاوه، مچ به یې پر سر کښېناست او ده به پارچه پرېښول او د مچ په شړلو به اخته سو. وایې شاه له جېب څخه خپل دستمال راوکيښ ورغلئ، هغه هلک ته کښېناست، ورته وې ویل، ته دي پارچه حلوه زه به مچان در څخه شړم.