په پاکستان کي د افغان سیاستوالو مجلس
یو شمېر افغان سیاستوال نن په پاکستان کي د سولي په کانفرانس کي په داسي وخت کي سره راغونډ سوي دي چي بله هفته به جمهورریس اشرف غني پاکستان ته سفر وکړي.
د پاکستان په نننی مجلس کي د طالبانو استازي حضور نه لري.
د پاکستان په مجلس کي، ګلبدین حکمتیار حضار ته وویل چي له افغانستانه دي د امریکايي قواوو د چټک وتلو ږغ پورته کړي. د مجلس نور ګډونوال دا دي: محمد کریم خلیلي، عطا محمد نور، حنیف اتمر، او احدي.
د مجلس د سولي لپاره د لاهور تحقیقاتي مرکز ترتیب کړی دی. ټاکل سوې ده چي افغان سیاستوال به د عمران خان سره هم وګوري. (اسوشیټډ پریس)
قریشي: پاکستان یو سوله ایز افغانستان غواړي
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د لاهور پروسې په کانفرانس کي ویلي دي چي پاکستان یو داسي افغانستان غواړي چي سوله په کښې قایمه وي. هغه زیاته کړه چي پاکستان د افغان مهاجرینو له وجي د زیاتو مشکلاتو سره مخامخ دی. دغه راز، د افغانستان بې امني د پاکستان پر امنیت هم اثر اچولی دی.
قریشي ویلي دي چي د داړو ملکونو تر مینځ د بې اعتمادۍ ستونزه باید فیصله سي. هغه علاوه کوي چي د افغانستان د مشکلاتو نهايي حل د افغانانو سره دی. (ډان)
واحد فقیري