خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

وریټرز: د قطر په بل روانډ خبرو کي به امریکا او طالبان د خارجي قواوو د وتلو پر تاریخ باندي تمرکز وکړي

وریټرز: د قطر په بل روانډ خبرو کي به امریکا او طالبان د خارجي قواوو د وتلو پر تاریخ باندي تمرکز وکړي

امریکا او طالبان غواړي چي د قطر په آینده ناسته کي د امریکايي عسکرو د وتلو پر تاریخ باندي تمرکز وکړي، او هم دا مسله نهايي کړي چي بیا به د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد نه کارول کېږي.

د طالبانو او امریکایانو تر مینځ اووم روانډ خبري به د شبنې په ورځ پیل سي، او دواړه طرفونه به هڅه وکړي چي دا ۱۸ کلن جنګ ختم کړي.

د طالبانو ویاند سهېل شاهین وايي،«کله چي د خارجي ځواکونو د وتلو نېټه اعلام سوه، رواني خبري به په اتوماتیکه توګه بل پړاو ته ننوزي. بیا به موږ دېته ضرورت نه لرو چي د خارجي عسکرو مکمل خروج ته انتظار وباسو، ځکه د خارجي قواوو وتل او خبري به په عین زمان کي پر مختګ کوي.» (رویټرز)

واحد فقیري