خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکايي ماهران: متحد او یو لاسي طالبان د سولي لپاره بهتره دي

واحد فقیري

د افغانستان د چارو امریکايي متخصصین وايي په داسي حال چي امریکا او طالبان د اووم روانډ خبرو ته ننوزي، متحده ایالات باید د طالبانو د وېشلو خیال له سره وباسي. د امریکا مشهور نظامي اخبار (سټارز اینډ سټراپس) د جون پر ۲۲ لیکي د افغانستان د چارو ماهران وايي کلونه کلونه کېږي چي امریکا د طالبانو د تقسیمولو او پر مختلفو ډلو باندي د وېشلو په لټه کي ده، څو د هغوی قوت او موثریت خنثی کاندي.

د افغانستان د چارو ځوانه او وتلې ماهره، اغلې اشلي جکسن، وايي،«که چیري تاسي د هغوی وېشل غواړئ، دا کار به د هغوی د ماتولو لپاره وي. مګر که چیري تاسي غواړئ چي د هغوی سره سیاسي معامله وکړئ، تاسي باید هڅه وکړئ چي هغوی متحد وي، څو هغوی د همدې سیاسي معاملې د عملي کولو توان ولري.»‌

سټارز اینډ سټراپس لیکي د امریکا د دفاع وزارت ځیني متخصصین او مشاورین باور لري چي د طالبانو د وېشلو مفکوره درسته نه ده. ځکه د یوې وېشلي ډلي سره د سولي موافقه ممکنه نه وي. خو ځیني نور امریکايي ماهران باور لري چي د طالبانو پر مشرتوب باندي د فشار اچولو لپاره باید طالبان تقسیم سي، ځکه پدې صورت کي به هغوی ژر سیاسي معاملې ته حاضر سي.

د جهاني پالیسي د مرکز ریس، کامران بخاري، وايي امریکا هڅه وکړه چي طالبان سره ووېشي، خو د واشنګټن دا کوښښ تر اوسه پوري موثر نه دی واقع سوی. هغه علاوه کوي،«که چیري واشنګټن په طالبانو کي د نفاق اچولو په لټه کي وي، د واشنګټن دې هڅي منفي اغېزه کړې ده.» ځکه ځینو ناراضو طالبانو داعش ته مخه کړې ده.

اخبار لیکي سیګار په خپل وروستي رپوټ کي وايي چي په افغانستان کي د متحده ایالاتو اوسنۍ ستراتیژي دا ده چي پر طالبانو باندي هوايي حملې زیاتي کړي، او د هغوی مشران په نښه کړي، څو هغوی سیاسي مصالحې ته مجبوره کړي. د امریکا د ستراتیژي اوسنی تمرکز دا دی چي پر طالب مشرانو باندي نظامي فشار زیات کړي، څو هغوی پدې قانع کړي چي خبري تر جنګ ګټوري دي.

اخبار لیکي امریکايي ماهران باور لري چي په افغانستان کي ۳۵۰۰۰ (پنځه دیرش زره) طالبان فعالیت کوي.

د افغانستان او پاکستان د چارو مبصر، ښاغلی مایکل کوګلمېن، وايي،«متحده ایالات دې ته ضرورت لري چي ګرده طالبان د سولي د مصالحې سره موافقه وکړي.» هغه علاوه کوي،«زیات طالبان به د امریکا سره د یوې مصالحې ملاتړ وکړي، او پدې به خوښ وي چي امریکا له افغانستانه ووزي. خو د افغان حکومت سره د خبرو کولو په اړه به زیاتره طالب جنګیالي چندان شوق او علاقه و نه لري، ځکه هغوی قسم کړی دی چي‌ دا حکومت به رانسکوروي.»