قریشي: د امریکا او ایران تشنج افغانستان په خطر کي اچولای سي
واحد فقیري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وايي،«زه فکر کوم چي د ایران سره د بل تشنج ایجادول به د افغانستان نازک حالات په خطر کي واچوي، ځکه ایران د افغانستان ګاونډی دی.» هغه علاوه کوي چي پاکستان د امریکا او ایران د تشنج سوله ایز حل غواړي،«زه فکر نه کوم چي د تشنج زیاتېدل به د امریکا، ایران او یا د ټولي سیمي سره مرسته وکړي.»
قریشي وايي جمهورریس ټرمپ امریکایانو ته وعده ورکړې ده چي هغه به له افغانستانه خپل عسکر باسي. په امریکا کي انتخابات راروان دي، او زه باور لرم چي ټرمپ پدې باره کي فکر کوي چي باید خپله وعده عملي کاندي. (یورو نیوز)
روسیه: په مرکزي اسیا کي به د تهدیدونو د مخنیوي په غرض نظامي تمرینات پیل کړي
د روسیې پوځ د دوشبنې په ورځ په مرکزي اسیا کي د ممکنو امنیتي خطرونو د مخنیوي په غرض ستر پوځي تمرینات پیل کړل. روسي چارواکو ویلي دي چي د دې امکان سته چي له افغانستانه افراطیان مرکزي اسیا ته ور واوړي.
روسیه په تاجکستان کي میشته عسکر لري، او په قرغزستان کي هوايي اډه لري. د روسیې د دفاع وزارت وايي چي پدې تمریناتو کي به (۱۵۰۰۰۰) یو لک و پنځوس زره عسکر او (۵۰۰) طیارې برخه واخلي. (اسوشیټډ پریس)
رویټرز: امریکا او جهان افغان میډیا ته د طالبانو تهدید غندي
امریکا، افغانستان، او نورو ملکونو میډیا ته د طالبانو هغه تهدید وغندی چي وايي که چیري میډیا د طالبانو پر ضد تبلیغات ختم نه کړي، طالبان به هغوی خپل هدف وګرځوي.
نیویارک ټایمز: د افغانستان په یوې حملې کي (۶۰) کلن کلاشینکوف پیدا سوی دی
اخبار لیکي کله چي داعش په کابل کي د مخابراتو پر وزارت باندي حمله وکړه، د برید راوروسته افغان عسکرو یو شېپته کلن کلاشینکوف وموندی. دا کلاشینکوف په ۱۹۵۸ کي په روسیې کي جوړ سوی وو. اخبار لیکي چي د افغانستان په ۴۰ کلن جنګ کي انواع او اقسام وسلې افغانستان ته ور شوه سوې، او هیڅوک نه پوهېږي چي پدې هیواد کي څونه وسلې موجودي دي.