خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پاکستان ته د ولسمشر غني سفر

واحد فقیري

اشرف غني په داسي وخت کي پاکستان ته دریېم سفر کوي چي د کور دننه او بهر يې سیاسي اعتبار، مشروعیت، او موثریت تر جدي سوالونو لاندي دی. په افغانستان کي دننه د اشرف غني سیاسي مخالفان په زیاتېدونکې توګه د یوه موقتي او سرپرست حکومت د جوړېدو منظم ږغ پورته کړی دی. او فقط تېره ورځ، په کابل کي د غني د حریفانو ستره جلسه وسوه، او هلته حنیف اتمر غني «نامشروع» وباله، او حکومت يې «ظالم» وګڼی.

په بین المللي سطح کي هم د اشرف غني سیاسي حیثیت تر بل هر وخت را ټیټ سوی دی، او د جهان اکثره مشران او مبصرین يې د امریکا بې ساری «ګوډاګی» بولي. اکثره سیاسي تحلیلګران فکر کوي چي اشرف غني د جهان له ناکامو مشرانو څخه دی، او پدې تېرو پنځو کالو کي یې په هیڅ ساحه کي بریښ نه دی کړی. په نړیواله سطح کي، د اشرف غني حیثیت دونه راکښته سوی دی چي نه اشغالګرو امریکانو د طالبانو سره په خپلو مجلسونو کي ځای ورکړی دی، او نه هم روسانو په بین الافغاني غونډو کي شامل کړی دی.

په لنډ عبارت، اشرف غني هم د کور دننه ناکام دی،‌ او هم په بین المللي سویه څوک حساب باندي نه کوي. غني په داسي وخت کي پاکستان ته سفر کوي چي نهایت تنها، منزوي، او محاصره دی.

پاکستان ته د غني سفر په داسي وخت کېږي چي هم عمران خان او هم اشرف غني په سیاسي‌ لحاظ کمزوري دي. عمران خان غواړي چي د افغانستان په مورد کي له امریکا سره کومک وکړي، څو هم د جمهورریس ټرمپ له قهره ځان بچ کړي، او هم د پاکستان د کمزوري اقتصاد لپاره مادي کومکونه ورجلب کړي. که څه هم عمران خان لا تر اوسه د پاکستان د مقتدر پوځ ملاتړ د ځان سره لري، خو د پاکستان ضعیف اقتصاد يې د حکومت اډانې ور لړزوي، او د پاکستان مدني ټولنو هم د مخالفت نارې پیل کړي.

پاکستان ته د رسېدو سره سم، اشرف غني محمود قریشي ته وویل،«زه د افغانستان د سولي په اړه د پاکستان له هلو ځلو څخه قدرداني کوم،» خو پاکستان پوهېږي چي د غني ورځي په شمار دي. او بل دا چي اشرف غني تر پرون پوري پاکستان د افغانستان په چارو کي په مداخله کولو تورنوی.