نړیوال مطبوعاتو ته کتنه
واحد فقیري
الجزیره:
په قطر کي د امریکایانو او طالبانو تر مینځ د اووم روانډ خبري په داسي وخت کي پیلېږي چي طالبانو په افغانستان کي خپلو نظامي عملیاتو ته زور ور کړی دی.
په قطر کي یو طالب مشر وايي،«دا یو حیاتي مذاکراتي روانډ دی. که چیري موږ د افغان جنګ د ختمولو لپاره یو حل پیدا نه کړ، بیا موږ غواړو چي د امریکا د خلګو د منتخب استازو سره خبري وکړو.»
رویټرز:
امریکايي چارواکي وايي چي د قطر اووم روانډ خبري «حیاتي او ټاکونکي» دي. د امریکا او طالبانو تر مینځ د قطر خبري د تېر کال د اکټوبر په میاشت کي پیل سوې.
د قطر په خبرو کي به تمرکز د امریکايي عسکرو پر وتلو او د طالبانو لخوا پر دې ضمانت باندي وي چي بیا به د افغانستان خاوره د تروریزم لپاره نه کارول کېږي.
امریکايي مامورین وايي،«لدې خبرو څخه دواړو خواوي واقعي او رشتیني توقعات لري.» طالب چارواکي هم وايي چي دا روانډ خبري به حیاتي وي.
ځیني افغان چارواکي اندېښمن دي چي طالبان او امریکایان به یوې موافقې ته سره ورسېږي، او امریکا به دوی پر وچ ډاګ خوشي کړي. (رویټرز)
اسوشیټډ پریس: طالبان نه غواړي چي د غني سره خبري وکړي
د امریکا او طالبانو تر مینځ به نن په قطر کي د سولي مذاکرات بیا شروع سي. د خبرو دا وروستی روانډ په داسي وخت کېږي چي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د افغان ۱۸ کلن جنګ د ژر ختمولو په برخه کي خپله خوشبیني څرګنده کړه. (اسوشیټډ پریس)
پارلمان
میر رحمن رحماني د ولسي جرګې د ریس په توګه وټاکل سو.