موږ ته څه کول په کار دي؟
له کومي ورځي څخه چي د مځکي پر مخ د بشري جنايتونو د مخ نيوي لپاره قوانين جوړ سوي دي، په زرهاو يا شايد په لکونو او يا په ميلينونو ځله تغيرات پکښي راغلي وي.
ترڅو ورځ تر بلي انسان له بدختيو خوندي پاته سي. مګر نه مذهبونو او نه هم قوانيونو د جرمنو په بشپړه مخنيوي کي کاميابي حاصله کړي.
راځم اصلي موضوع ته؛ هغه بله ورځ فرخنده زهرا نادري او تر دې مخکي ډيرو نورو مدني فعالانو د ښځو پر ازادي بحث کړی دی.
داچي ولي وخت پر وخت زموږ پر کلتور او کړنو خلګ نيوکي کوي، او موږ بايد څنګه د ځان دفاع وکړو دلته یې تاسو ته په لنډو ټکو کي ليکم.
لومړی: زياتره افغانان د ورور کونډه د ځان ميراث بولي او په زوره واده ورسره کوي، په اسلام کي دغسي کړني ته هيڅ جواز نسته!
دوهم: په افغاني کورنيو کي پېغله د خپلي خوښي له نکاح څخه تر ډېره حده محرومه ده، مګر اسلام و ښځي ته د خپلي خوښي د نکاح پوره اجازه ور کړې ده. اما موږ د اسلام خلاف عمل ته ادامه ور کړې ده.
دريم: په بديو کي د ښځو ور کړه بيخي عادي خبره ده، کوم اسلام دا کار روا بللی دی، چي بدي دي نر وکړي او سزا دي يې ښځي ته ور کول س؟
څلورم: زموږ تر ټولو غيرتي نارينه هغه دی، چي د ښځي سره يې زيات ظلم وکړی او ښځه يې د ژوند تر پاته له وحشته په لړځه وي، احمدشاه بابا او ميرويس نيکه خو اصفحان او ډهلي رايت کول هغوي خو شمله د ښځو د ظلم په خاطر نه وه پر سر کړې.
اوس نو راځم غربي ازادی ته!
که فرخنده غوندي ښځي غربي ازادي غواړي، نو زما جواب ورته دغسي دی.
لومړی: په ټوله ازاده نړۍ کي په ميلينونو کسان په ايډز اخته دي، علت يې تر حد وتلي ازادی ده، چي اسلام يې ښکاره مخالفت کړی دی.
دوهم: په نړۍ کي په ميلينو کسان د کاله د د نشي توکو له وجي مري علت يې غربي ازادي ده، چي د اسلام يې ښکاره مخالفت کړی دی.
دريم: په نړۍ کي په زرګونو ميلياردونو ډالره چي بايد د بشر د بقا او خير لپاره مصرف سي په خراپاتو نايټ کلبونو او ګران بيه موټرنو او نور بدبختيو مصرف کيږي، چي اسلام يې ښکاره مخالفت کړی دی.
څلورم: د ازادی تر نامه لاندي د غرب شپیته کلن سرمايه داران د اتلسو کلنو اروا وږو انجونو ته د يو جنس په سترګه ګوري نه د يو بشر. پيسې ور کوي او عزت يې ور لوټوي.
موږ افغانان خو دا نه غواړو، چي د باران څخه دي ولاړ سو او تر ناوي لاندي دي مو شپه سي.
موږ غواړو ټولنه مو اصلاح سي او د تمدن يو داسي خښته دلته کښېښودل سي، چي نه اوسي ناروا کلتور زموږ غيرت تر سوال لاندی کړي او نه مو د غرب غوندي و بشري نړي ته يو بل ناورين راوړي وي.
زه د ټولو وروڼو څخه يوه هيله کوم، که موږ رښتني، غيرتي او مهربانه پښتانه او مسلمانان سو، نو انشاالله ټوله نړۍ به زموږ څخه د انسانيت درس واخلي او که موږ داسي يو لکه دا اوس چي يو نو ډېر ناخبره افغانان به د يوه بد حالت څخه و بل بدتره حالت ته ولاړ سي او ګناه به یې زموږ په غاړه وي، چي د بل و بدو ته مو سترګي نيولي دي او د خپلو غير اسلامي او غير انساني کړنو دفاع کوو.
هيله ده و مي بخښي زه ليکوال نه يم فقط د زړه درد او يو څه ترخه حقيقتونه مي درسره شريک کړه.
مننه افغان