د ټرمپ نوي حیرانونکي څرګندوني او د سولي پروسه
واحد فقیري
جمهورریس ټرمپ پرون ناڅاپه اعلام وکړ چي له افغانستانه يې د امریکايي عسکرو د راایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
هغه پرون شپه د فاکس نیوز سره په مرکې کي وویل،«ما غوښتل چي امریکايي عسکر راوباسم. ما ډېر زیات عسکر راایستلي دي. موږ هلته ۱۶۰۰۰ عسکر لرل، خو ما ۹۰۰۰ ته راکښته کړل. ډېر خلګ پدې مسلې باندي خبر نه دي. موږ په افغانستان کي خپل عسکر د پام وړ راکښته کړي دي. که څه هم زه پدې باب زیاتي خبري نه کوم، خو پروا نه لري.»
د ټرمپ دا ناڅاپه اعلام په داسي وخت کېږي چي په قطر کي د امریکایانو او طالبانو خبري نهايي موافقې ته بېخي نژدې سوي دي، او د جولای پر ۷ او ۸ باندي به بین الافغاني مجلس هم په قطر کي دایر سي. د طالبانو د ویاند سهېل شاهین په حواله د دې مجلس غړي به د ۶۰ کسانو په شا و خوا کي وي.
اوس نو، د ټرمپ دا ناببره اعلام څه مانا لري؟
زما حدس دا دی چي ټرمپ غواړي طالبانو ته ووايي چي امریکا د خپلو قواوو د وتلو په اړه جدي ده، او تر ټولو مهمه دا چي ټرمپ شخصا پدې برخه کي تر بل هر چا جدي او مصمم دی.
بله خبره دا ده چي ټرمپ پدې اعلام سره اشرف غني ته وايي چي نور د ګوډاګیانو وخت پر ختمېدو دی. او امریکا به نور مفت خوره ګوډاګیان تر ابده و نه ساتي.
او بالاخره د ټرمپ دا څرګندوني دا معنی لري چي په قطر کي د یوې نهايي فیصلې شېبې بېخي رانژدې سوي دي.