د قطر خبري او نوي معلومات
واحد فقیري
په قطر کي د امریکایانو او طالبانو خبري ۸۰ او یا ۹۰ فیصده تمامي سوي دي. د طالبانو ویاند سهېل شاهین الجریزي ته ویلي دي،«موږ پدې روانډ خبرو کي حیرانونکی پرمختګ کړی دی. او د سولي د موافقې اتیا او یا نوي فیصده کارونه فیصله سوي دي.» (الجزیره)
رویټرز:
ټاکل سوې ده چي طالب چارواکي او یوه ډله افغانان به د جولای پر ۷ او ۸ په قطر کي د اعتماد سازي په مقصد سره وګوري.
ښايي څلوېښت تنه افغانان قطر ته ولاړ سي، خو هیڅوک به رسمي موقف و نه لري، بلکي په شخصي ظرفیت به ګډون په کښې وکړي.
پدې خبرو کي به د جرمن غیر دولتي سازمان، برګوف فاوندېشن، حرفه وي مینځګړي د بحث لپاره اسانتیاوي برابروي، خو نوري چاري به يې ټول د افغانانو په لاس کوي، او د دې خبرو اصلي هدف د اعتماد د فضا جوړول دي.
پروفسور سلطان برکات په خپل ټویټر کي لیکي: قطر او جرمني په ګډه د جولای پر ۷ او ۸ باندي د بین الافغاني ډایالوګ کوربتوب کوي. موږ امید لرو چي دا خبري به رغنده او مثمري وي.