خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

امریکايي متقاعد عسکر: د افغانستان او عراق جنګونه بې معنی او په جنګ نه ارزي

واحد فقیري

د پیو عامه افکارو نوي سروې وايي د عراق او افغانستان د جنګ اکثره متقاعد امریکايي‌ عسکر باور لري چي دا جنګونه بې معنی او په جنګ کولو نه ارزي.

د پيو د عامه افکارو سروې له ۱۳۰۰ متقاعدو امریکايي عسکرو نظریات پوښتلي دي، او ۶۴٪ يې وايي د عراق جنګ په جنګېدو نه ارزېدی، خو ۳۳ ٪ وايي چي ارزېدی.

د افغانستان د جنګ په اړه ۵۸ ٪ يې وايي د جنګ اررښت نه لري، خو ۳۸ ٪ وايي چي په جنګ ارزي.

د سروې سوي متقاعدو عسکرو تر نیم زیات وايي نن سبا عراق او افغانستان د امریکا ملي امنیت ته هیڅ او یا بېخي کم خطر پېښولای سي. (میلیټري ټایمز)

روسیه: د قطر د خبرو له نتایجو حمایت کوو

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي چي د قطر د بین الافغاني مجلس له نتایجو څخه ملاتړ کوي. د روسیې د خارجه وزارت ویانده وايي: موږ خوشحاله یو چي د قطر د مجلس برخوالو په افغانستان کي د سولي د راوستلو په غرض یوه نهايي اعلامیه تصویب کړه.‌ (تاس)