جنرال میلي: له افغانستانه په بېړه راوتل به اشتباه وي
واحد فقیري
د امریکا د لوی درستیز د مقام لپاره کاندید، جنرال مارک میلي، نن د متحده ایالاتو سنا ته وویل،«له افغانستانه د امریکايي عسکرو مخکي له مخکي او په عجله راایستل به یو ستراتیژيکي اشتباه وي.»
کله چي سناتور کنګ له جنرال میلي څخه وپوښتل،«کله به د امریکا اردو ووايي چي نور بس ده، او باید له افغانستانه راووزو؟» جنرال میلي په جواب کي وویل،«دا جنګ باید هله ختم سي چي زموږ ګټي ترلاسه سي. او زه فکر کوم چي زموږ ګټي به د طالبانو سره په مصالحې کي تر لاسه سي.»
جنرال میلي زیاته کړه،«زه فکر کوم چي موږ پدې برخه کي پرمختګ کوو.»
که چیري جنرال میلي تصویب سي، هغه به د جنرال ډنفورډ ځای ونیسي.
جنرال میلي د امریکا سناتورانو ته وویل،«زه به جمهورریس ټرمپ ته ښه نظامي مشورې ورکړم، خو هیڅکله به د ډار له وجي احمقانه فیصلې و نه کړم.»
مګر سناتور کینګ په جواب کي ورته وویل،«زه په تا باور لرم، خو سپینه ماڼۍ او په تېره بیا د جمهورریس دفتر خاص سام او بېره لري. د امریکا جمهورریس د آزادي نړۍ تر ټولو مقتدر شخص دی. ایا تاسي چمتو یاست چي هغه ته ووایاست. صاحبه، تاسي پدې برخه کي اشتباه کوئ.»
جنرال میلي په جواب کي وویل موږ پوځي افسران یو. موږ به د ډار او سام له وجي احمقانه فیصلې و نه کړو. موږ به خپلي ښې مشورې ورسره شریکي کړو، خو موږ به په شخصي لحاظ د دې تصمیمونو د عواقبو په اړه فکر و نه کړو. (منبع: د هیل)