د افغانستان د سولي په اړه په واشنګټن کي د چین د سفارت اعلامیه
واحد فقیري
نن د چین، روسیې، او امریکا استازو د افغانستان د سولي په تړاو په بېېجنګ کي درېیمه مشورتي غونډه وکړه. چین، روسیې، او امریکا دغه راز دې مجلس ته د پاکستان د استازي د ورتګ هرکلی وکړ، ځکه پاکستان د افغانستان د سولي لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کي مهم نقش لوبوي.
د څلورو واړو ملکونو استازو د افغانستان د اوسني حالاتو په ارتباط نظرونه سره تبادله کړل، او پدې همنظره ول چي ګډ کار او همکاري د افغانستان او سیمي لپاره د سولي، ثبات، او اقتصادي پرمختګ زیری د ځان سره لري.
څلورو واړو طرفونو په دوحه او مسکو کي د بین الافغاني مجلسونو هرکلی وکړ. هغوی دا هم وویل چي افغانان باید د سولي د پروسې صاحبان وي. او د عمومي سولي لپاره باید یو همه شموله سیاسي چوکاټ تضمین سي.
څلور واړو ملکونو پر ټولو طرفونو باندي ږغ وکړ چي تشدد راکم کړي، او د یوه دایمي اوربند لپاره ملا وتړي.
څلورو واړو ملکونو پدې موافقه وکړه چي روان موومنټوم باید جاري وساتي، او ژمنه يې وکړه چي نورو مهمو هیوادونو ته به هم بلنه ورکړي چي په آینده ناستو کي برخه واخلي. د راتلونکو مجلسونو ځای او وخت به د دپلوماتیکو چېنلونو لخوا اعلام سي.