خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

پر دولت جوړونه د غني تمرکز

محمدروښان ښاد
د ولسمشر غني داځلي ټاکنیز شعار دولت جوړونه ده او که خدای کول دا ځل به یې له دولت جوړونې پیلوي. د ملي یووالي حکومت په دوره کې په څلورو برخو ادارې جوړونه، د اصلاحاتو راوستلو، د پروګرامونو او اسنادو جوړولو او انساني ځواک په برخو کې دولت جوړونه شوې، مګر دغه لړۍ به پر دې ځای نه ودرېږي، بلکې غځېږي به.
ولسمشر غني په دې دوره کې هم دولت جوړولو ته اساسي پام کړی، مګر له یوې خوا یوه پاشلې او فساد کې ښکېله اداره په میراث ورپاتې وه او له بل لوري ظرفیت او د دندو تفکیک نه وو موجود، ځکه نو په دې برخه کې شوي کارونه تر ډېره محسوس نه دي، مګر دا ځلي به په دې برخه کې اساسي تمرکز او اصلاحات رامنځته شي.
مثلا دا ځل هم تر ډېره د موازي بنسټونو مخه نیول شوې او د دندو تفکیک رامنځته شوی دی، د بلې ګپه توګه پولیسو ته اشاره کولای شو چې د قانون د نافذولو په برخه کې د هغوی پر اصلي دندې په متمرکز کولو کار شوی دی. له بل پلوه د هرې قوې د فعالیت پر خپلواکۍ ټينګار شوی. په حکومتي چارو کې د پارلمان مداخله نه کول او همدارنګه د پارلمان په چارو کې د حکومت مداخله نه کول، د قضا خپلواکي او د هېواد د عدلي او قضايي سیستم باوري کول، د ولایتونو او ولسوالیو د څارنوالانو توظیف، د خلکو د استازولۍ او پر حکومت د څارنې او تقنین په موخه د ملي شورا پر دندو ټينګار له دې ډلې څخه دي.
له فساد سره د پراخې مبارزې له لارې اصلاحات، په فساد د تورن په لوړه کچه محکمو کې نه تحمل او د عدلي او قضايي مرکز جوړول، د ملي تدارکاتو ښهوالی، عدلي او قضايي اصلاحات او د ځینو څارنوالانو او قاضیانو لرې کول، له اداري فساد سره د مبارزې د ملي تګلارې جوړول او پلي کول او برېښنايي حکومتولي پراخه شوې ده. په دولت جوړونه کې بله پام وړ برخه مالي خپلواکي ده. په بودیجه جوړولو کې اصلاحات، له ملي لومړیتوبونو سره سم د بودیجې همغږي کول، د عایداتي سرچینو پراخوالی او د عوایدو د راټولولو ښهوالی له دغو اقداماتو څخه دي.
تقنیني او کاري سندونه د دولت جوړونې لویه برخه جوړوي. په دغه دوره کې شاوخوا ۴۰۰ تقنیني سندونه نافذ شوي دي. همدارنګه د لار نقشو، ستراتېژیو او د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو په جوړولو سره، د ادارو کلیدي دندې واضح شوې دي.
په حکومت کې انساني ځواک له درېیو لارو ډېر بدل شوی: هغه نسلي بدلون چې د ځوانپالنې سیاست په اختیار او همدارنګه په دولتي ګومارنو کې د اصلاح او تحرک په پایله کې رامنځته شوی؛ د ښځو د سیاسي او اداري ونډې اسانول؛ او د غیرنظامي بستونو په ملکي کولو او تقاعد او ترفېعاتو اجرا کولو سیاست خپلول. دغه کړنلارې د تخصصګرایۍ او همدارنګه په ادارو کې د جوړښتي بېلابېلوالي د زمینې برابرېدو لامل شوې.
په سیاسي، اداري او اقتصادي برخو کې د ښځو مشارکت د حکومت له پام وړ موضوعاتو څخه دي. د حکومتولۍ لوړو کچو ته د ښځو د لار موندنې لپاره لویې پالیسۍ جوړې شوې او په ګومارنو او د خوندي کاري فضا له ځانګړو امتیازونو برخمنې شوې دي. د ټولنې په اقتصادي پياوړتیا کې د ښځو د رول رامنځته کولو او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د فرصتونو د رامنځته کېدو ترڅنګ، د ټولنې د دغه قشر د متشبثینو په بېسارې توګه ملاتړ شوی دی. اوسمهال افغان مېرمنې خپله د خپل ځان استازولي کوي.