خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

عمر خوړلي، خو پیاوړي غني څنګه نړیوال قانع کړل؟

محمدبشیر یوسفزوی
د حامد کرزي په دیارلس کلنه دوره کې بهرنیانو نه یوازې د جنګ او حکومتولۍ په برخه کې تحرک او پرمختګ نه درلود، بلکې د فاسد نظام، د بسپنو او مرستو د ضایع کېدو، د امنیت د خرابوالي او ورځ تر بلې د جنګ د شدت له امله په ۲۰۱۴ کال کې نړیوال نور له افغانستان څخه ستړي او نهیلي وو، نو په دې خاطر یې بسترې تړلې او له هیواد څخه د تېښتې او پښو سپکولو په هڅه کې وو.
عمومي باور داسې و چې بهرنیان به نور له افغانستان سره د تل لپاره مخه ښه وکړي، افغانستان به د نویمو کلونو غوندې همداسې وران، ویجاړ او بې سرنوشته تر شا پرېږدي، دلته به یو ځل بیا کورني جنګونه پیل شي، افغانان به تر دې لا زیات بدمرغه شي، مګر په همدغه سخت او له نهیلیو ډک کال کې یو سپین ږیری، خو عالم، مفکر، ژمن او خدمتګار انسان د ولس په ملاتړ او رایو د ولسمشرۍ پر ګدۍ کېناست.
دغه غمر خوړلي خو د کلک هوډ او ټینګې ارادې لرونکي ولسمشر غني نړیوالو ته مخ ور واړاوه، د هغوی د مرستو، بسپنو او قربانیو قدرداني یې وکړه او دا یې هم ورته وویل چې د دوی مسوولیت همدلته نه خلاصه کېږي او نه هم دوی هغه مقصود منزل ته رسېدلي دي چې د کوم په هیله افغانستان ته راغلي وو.
ولسمشر غني دوی ته په ډاګه وویل چې تروریزم لا هم په شدت او قوت کې دی او که چېرې دغه شومه پدیده ونه ځپل شي او هغه خطرونه چې له دې ناحیې څخه سیمې او نړۍ ته متوجه دي دفعه نشي، نو نړۍ به ناامنه او بې ثباته شي.
ښاغلي غني نړیوالو ته دا هم وویل چې افغانستان په اوسني بد حالت کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ودرېدو عزم او هوډ لري، مګر په دې برخه کې دا دروند بار یوازې په خپلو اوږو نشي پورته کولی، په دې کې شک نشته چې افغان امنیټي او دفاعي ځواکونه به د تروریستي ډلو او ګروپونو پر وړاندې د سپر په توګه په مېړانه او قوت ودرېږي، مګر دوی د نړیوالې ټولنې مرستې، مشورو او روزنې ته هم اړتیا لري.
هغه نړیوالو ته په ډاګه وویل چې له افغانستان سره د نړیوالو مرسته او همکاري د نړیوالو انتخاب او زموږ مجبوریت نه دی، بلکې دا د سیمې او نړۍ د هیوادونو مسوولیت دی او باید چې له دغه مسوولیت څخه په دغه حساس پړاوو کې په دومره عجله او بې تفاوتۍ اوږې سپکې نه کړي.
ولسمشر غني د خپل واک په لومړیو پنځو میاشتو کې په بهرنیو سفرونو او مهمو بین المللي کنفرانسونو کې نړیوال یو ځل بیا دېته قانع کړي چې له افغانستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي، ځکه نوموړي نړیوالو ته دا ډاډ ورکړ چې د ده حکومت به د فساد او تروریزم پر وړاندې صادقانه مبارزه وکړي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به د جنګ ټول بار په خپلو اوږو واخلي او نړیوال ځواکونه به جنګي رول او ماموریت ونه لري، په دې خاطر نړیواله ټولنه په ډېره هیله مندۍ د افغانستان تر څنګ ودرېدله او خپلې مرستې او ژمنې یې له سره تازه کړې او دغه ستراتیژیکه او نړیواله ملګرتیا لا هم په همغه قوت او اعتماد چې رامنځته شوې ده ادامه لري، ځکه ولسمشر غني دوی ته په بېلابېلو برخو کې د افغان حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو ظرفیتونه او پرمختګونه ثابت کړل.