پنتاګون: که طالبان سوله هم وکړي خو نوري ډلي به په افغانستان کي موږ ته تحدید وي
د امریکا د اردو مهم اخبار (میلیټري ټایمز) لیکي د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یوه تازه رپوټ کي وايي،«حتی که چیري د طالبانو سره په قطر کي رواني خبري کامیابه سي، او یوه سیاسي موافقه تر لاسه هم سي، القاعده، داعش، او د طالبانو ځیني افراطي غړي به د افغان حکومت، عادي افغانانو، امریکا، او د امریکا شریکانو ته مهم تهدیدونه مواجه کړي.»
دا رپوټ وايي،«همدا دوامداره ترورسټي تهدیدونه متحده ایالات، بین المللي ټولنه، او د افغان امنیتي قواووي دېته مجبوروي چي په افغانستان کي د آینده کلونو په جریان کي د تروریزم ضد قوي قابلیتونه او ظرفیتونه وساتي.»
پتنګان دا رپوټ په داسي وخت کي خپروي چي جنرال مارک میلي فقط څو ورځي مخکي د امریکا سنا ته ویلي ول چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو په «عجله» راایستل به یوه اشتباه بولي.