عتیق الله اسدي: طالبان، داعش، او نور افراطیان د ژوند حق نه لري
عتیق الله اسدي ۲۷ کلن دی. هغه په خټه افغان دی،او په کوچینوالي امریکا ته مهاجر سوی دی. عتیق الله اسدی اوس د امریکا په فوج کي د مرین یو عسکر دی. هغه غواړي چي افغانستان ته ولاړ سي، او هلته و جنګېږي. عتیق الله اسدي وايي طالبان، داعش، او نور افراطیان د ژوند حق نه لري، او باید تباه او نابود سي.
هغه وايي کله چي په افغانستان کي وو، یوه ورځ څو تنو مول وهلو خلګو يې پلار برمته کړ، کور يې ور چور کړ. عتیق الله اسدي وايي هله دی ماشوم وو، او د خپل پلار د خلاصون لپاره يې ژړل. نور جزییات په ویډیو کي وګورئ.
https://taskandpurpose.com/afghan-refugee-becomes-marine