خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

څو مهم خبرونه

شرق الاوسط: د سې شبنې په ورځ د سعودي عربستان ولي العهد محمد بن سلمان او اشرف غني تیلفوني خبري سره وکړې. دا خبري د دوه اړخېزو اړیکو او په افغانستان کي د ثبات او انکشاف لپاره د تروریزم سره د مبارزې پر منظمولو او همکاریو باندي راڅرخېدې.

ډېنیل ډېویس: افغانستان د امریکايي عسکرو په وژل کېدو نه ارزي

د امریکا د اردو پخوانی افسر، ډېنیل ډېویس لیکي د شبنې په ورځ د فاریاب په ولایت کي یو امریکايي عسکر، جمېز سارتور، ووژل سو. جمېز ساتور سږ کال دولسم امریکايي عسکر دی چي په افغانستان کي‌ وژل کېږي.

ایا موږ د جمېز ساتور کورنۍ ته څه د ویلو لپاره لرو؟ ایا دا ورته ویلای سو چي هغه د خپل وطن په دفاع کي مړ سو؟ نه. ځکه د افغانستان جنګ یوه عبثه جګړه ده. او اوس د دې وخت رارسېدلی دی چي دا عبث جنګ ختم کړو.