خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

عمران خان واشنګټن ته ځي

واحد فقیري

عمران خان په داسي وخت کي واشنګټن ته ځي چي د امریکا او پاکستان روابط نسبتا مخ پر ښه کېدو دي. د عمران خان حکومت تېره ورځ د پاکستان د ترورستي ډلي مشر، حافظ محمد سعید، توقیف کړ، او په عین زمان کي يې د پاکستان هوايي حریم د مسافري طیارو پر مخ بېرته پرانیست.

ویل کېږي چي د ټرمپ او عمران خان خبري به د افغانستان د سولي پر پروسې باندي راڅرخي. ټرمپ څو ځله ویلي دي چي امریکا پاکستان ته پیسې ورکوي، خو پاکستان په عوض کي امریکا ته هیڅ نه ورکوي.

لکه څنګه چي پاکستان د شدیدو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی، عمران خان به په واشنګټن کي د پیسو د بچت کولو لپاره د پاکستان د سفیر کره واوسي.

که چیري د ټرمپ طبیعت سم وو، عمران خان به د شپې د ډوډۍ لپاره سپیني ماڼۍ ته مېلمه کړې.
(نیویارک ټایمز)