خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د خلیلزاد نوي سفرونه

واحد فقیري

خلیلزاد به د یکشنبې په ورځ له واشنګټنه د افغانستان په لور روان سي، او هڅه به وکړي چي د طالبانو سره د سولي موافقه د سپټمبر تر اولي پوري نهايي کړي.

خلیلزاد په واشنګټن کي د جمعې په ورځ د هند له سفیر سره د افغان د سولي په اړه خبري وکړې. هغه وویل چي هند پدې برخه کي یو مهم هیواد دی، او کولای سي چي د سولي پروسې ته لا زیات اهمیت ور و بخښي.(ې این اې نیوز)

ډاڼ: عمران خان واشنګټن ته روان سو

عمران خان د شنبې په ورځ د قطر په تجارتي ایرلاینز کي واشنګټن ته د درې ورځني سفر لپاره حرکت وکړ. هغه به نن غرمه (د واشنګټن پر وخت) هلته ورسېږي. د قطر په ایرلاینز کي د عمران خان سفر «د پاکستان د مالیاتو سپما» بلل سوې ده. عمران خان به په واشنګټن کي د پاکستان د سفیر کره شپې تېروي.

د عمران خان سره د پاکستان د اردو لوی درستیز، جاوید باجوه، او د اې ایس اې مشر ملګري دی. د عمران خان سره د پاکستان د نظامي مشرانو ملګرتیا دا ښيي چي د پاکستان ملکي او نظامي مشران همنظره دي. (ډان)

تبصره:
وېل کېږي چي د ټرمپ او عمران خان خبري به د افغانستان پر موضوع باندي متمرکزي وي. ټرمپ به له عمران خانه وغواړي چي پدې برخه کي مرسته وکړي، او عمران خان به په بدل کي له ټرمپه د اقتصادي او سیاسي ملاتړ مطالبه وکړي.

دواړه پاپولیسټ مشران یو بل ته ضرورت لري، او کېدای سي چي د پاکستان او امریکا روابط د هغوی تر ملاقات راوروسته لا پراخ او ښه سي.

دا چي خلیلزاد به د یکشنبې په ورځ له واشنګټنه مخ د کابل په لور روان سي، دا ښيي چي ښايي خلیلزاد به تر خپل سفر مخکي په واشنګټن کي د پاکستاني هیات سره د امریکا د دفاع په وزارت کي ملاقات وکړي.

ټرمپ به له عمران خان سره د واشنګټن او نوي ډیلي د زیاتېدونکو ښو اړیکو مسله هم راپورته کړي،‌ او لدې لاري به پر پاکستان باندي د غیر مستقیم فشار اچولو لپاره استفاده وکړي.

ټرمپ به له عمران خان څخه وغواړي چي په افغانستان کي د اور بند د اعلام سره مرسته وکړي، او پدې برخه کي پر طالبانو باندي څه فشار واچوي.