خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

غني: هیڅ بد خبر ونشوکړای زموږ په منځ کې درز ایجاد کړي

محمدروښان ښاد
افغانستان ډېرې بدې ورځې ولیدلې، څلوېښت کاله مسلسل یې جنګ، ورانۍ، دربدرۍ او بدبختۍ تجربه کړې، خو یو شی چې واقعا د یادونې او ستاینې وړ دی چې دغو ټولو بدمرغیو زموږ وحدت ته زیان ونشو رسولای. افغانان د تل په څېر متحد او یو لاس پاتې شول. د دغو ټولو ناخوالو او بدمرغیو پر وړاندې د دوی د مقاومت او استقامت عمده دلیل د دوی یووالی او وحدت وو.
جمهوررئیس غني وایي: ”ما په کراتو ویلي دي چې زموږ ټولنه په وطندارۍ ولاړه ده چې خلکو مو له یو بل سره اشنا دي.  زموږ ټولنه په داسې شبکو سره وصل شوې ده چې د قوم عنصر په کې کمرنګه دی او په یو بل کې مدغم شوي دي. د ټولنې دغه ډول ګنډل او جوړښت هره ورځ موږ قوي کوي او تاسې ټولو ولیدل چې هیڅ بد خبر ونشوای کړای زموږ په منځ کې درز ایجاد کړي. “
زموږ عام هیوادوال په خپلو کې له کلونو، لسیزو او سلیزو راهیسې د وروڼو په څېر ګډ ژوند او ګوزاره کوي او د ستونزو او ناخوالو پر وړاندې ښه همغږي او همکاري لري. سره له دې چې د افغانستان دښمنانو ډېره هڅه وکړه چې د قوم، ژبې، سمت او نورو نومونو دوی سره ووېشي، یو له بله یې جلا کړي او د دوی په منځ کې جنګ، نفاق او بدبیني زیاته کړه، مګر له نېکه مرغه دښمن په دغو ټولو ناولو هڅو کې پاتې راغی.
ولسمشر غني وایي: ” زه له ستونزو انکار نه کوم، خو په عین وخت کې ولسي اراده او ولسي څپي هم ګورم چې د سیلاب په څیر به راتلونکو انتخاباتو کې د خپل برخلیک په ټاکلو کې په حرکت راځي، دا ولس هیڅ مشکل ته سر نه ټیټوي او په تدبیر سره کوښښ کوي ټول خنډونه له مخې لري کړي. هېواد کې وچکالي راغله، خو قحطي رانغله. د ګاونډي قهر او ناز زموږ په بازارونو کې د ډوډۍ او غوړیو بیه لوړه نه کړه. موږ اجازه ورنه کړه چې تاریخ بیا تکرار شي. د طالبانو بریدونو موږ سره ونه ویشلو. د بهرنیو مرستو کمښت د تجارت او پانګې اچونې د کمېدو باعث ونه ګرځید.“
پر دغو ستونزو سربېره دښمن ډول ډول تبلیغات وکړل چې تر شا یې د دوی ناوړه موخې پټې وې، مګر د توت هومره ارزښت هم چا ورنه کړ. د نوموړي په وینا: ” د دښمن هیڅ تبلیغ او دسیسې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې زموږ د ولس په زړونو کې مینه کمه نه کړه. هیڅ نفاق اچونکي ونشوای کړای چې موږ د ژبې او قوم په نوم جنګ ته را کاږي. موږ په دې بریالي شو چې له ټولو مشکلاتو او ښکلاوو سره ډموکراسي تمرین او په ښه توګه تجربه کړو. “
تېرو ناخوالو او ستونزو زموږ ټولنه که له یوې خوا ویجاړه کړې، نو له بل لوري یې زموږ هیوادوال هوښیار کړي، ویښ کړي او بیدار کړي دي. دوی اوس دوست او دښمن ښه درک کوي، د دوی په شومو نیتونو پوهېږي او هیڅ وخت هم د دښمن توطیو او دسیسو ته ارزښت نه ورکوي.