خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د ټرمپ او عمران خان خبري کانفرانس

واحد فقیري

فقط څو دقیقې مخکي مي د جمهورریس ټرمپ او عمران خان مطبوعاتي کانفرانس په سپینه ماڼۍ کي واورېد. زیاتره خبري ټرمپ وکړې، او عمران خان اکثرا غوږ ونیولی وو.

ټرمپ وویل که چیري زه وغواړم چي په افغانستان کي‌ جنګ ختم کړي، دا کار به فقط لس ورځي وغواړي، مګر «زه باید لس میلونه افغانان ووژنم، خو زه دا کار نه کوم.» هغه وویل دی نه غواړي چي افغانستان تباه او محوه کړي. ټرمپ د افغانستان د نه تباه کولو خبري څو ځله تکراري کړې.

ټرمپ دغه راز وویل موږ په افغانستان کي تر ټولو ستر بم واچوی، او موږ کولای سو چي همدا کار بیا بیا وکړو، خو موږ نه غواړو چي افغانستان پوپنا کړو.

ټرمپ وویل موږ نه غواړو چي د جهان پولیس واوسو. موږ په افغانستان کي ۱۹ کاله پاته سوي یو، نور بس دی. ټرمپ دغه راز وویل چي ډېر ژر به د افغانستان د سولي په اړه ښه خبرونه واورئ.

عمران خان وویل چي د افغانستان جنګ نظامي حل نه لري، او جمهورریس ټرمپ پر سمه لاره روان دی. عمران خان دغه راز د امریکايي اسیرانو د خلاصون وعده هم وکړه.

د ټرمپ له نننۍ څرګندونو څخه داسي ښکاري چي خلیلزاد ته يې هدایت ورکړی دی چي د افغانستان لانجه سمدستي ختمه کړي. د ټرمپ په څرګندونو کي اطمینان پروت وو، او د قطر د خبرو په اړه زیات خوشبین ښکارېدی.

د ټرمپ له اظهاراتو څخه داسي برېښېدله چي د عمران خان سره به خپل روابط لا ښه کړي،‌ او ښايي د پاکستان سره اقتصادي او نظامي مرستي له سره شروع کړي. ټرمپ وویل که چیري عمران خان پاکستان ته د تګ دعوت ورکړي، دی به پاکستان ته ولاړ سي. هغه وویل چي زیات پاکستاني ملګري لري.

جالبه دا ده چي ټرمپ د عمران خان سره ګوري، خو د اشرف غني سره نه ګوري. د ټرمپ دا چلن یو تاریخي د عبرت درس د ځان سره لري.