خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د امریکا د پخواني سفیر اعتراف

واحد فقیري

ښاغلی راین کراکر یو وخت په افغانستان کي سفیر وو، او د افغانستان سره ستراتیژیک تړون د کراکر په دوران کي تکمیل سو. کرار د امریکا په خارجه وزارت کي د نوم او اوږدې سابقې خاوند دی. هغه د متحده ایالاتو د مشهوري سیاسي مجلې، فارن پالیسي، سره واشنګټن ته د عمران د تازه سفر په باره کي یوه مرکه کړې ده چي مهم ټکي يې دا دي:

کراکر وايي د طالبانو سره د خبرو کولو له آغازه، ما دا احساس لاره چي د افغان حکومت پرته د طالبانو سره خبري کول، په حقیقت کي زموږ پر «تسلیمۍ» باندي دلالت کوي. مانا موږ طالبانو ته دو دسته سلام کوو، او ورته تسلیمېږو.

کراکر وايي پاکستان به پدې وتوانېږي چي طالبان پدې راضي کړي چي د امریکایانو دا تقاضا ومني چي د وتلو په وخت کي پر امریکايي عسکرو باندي‌ حملې و نه کړي.

کراکر وايي، «موږ پاکستان ته وایو چي‌ طالبانو ته ووايي چي پر امریکايي عسکرو باندي مستقمي حملې بندي کړي، ځکه هسي هم امریکایان وزي. موږ پاکستان ته وايو چي که دا کار وکړي، ځکه دا به د هغوی په ګټه تمام سي.»

کراکر وايي: له افغانستانه د شوروي د عسکرو تر وتلو راوروسته، پاکستان یو ډېر تریخ د عبرت درس زده کړ. او هغه دا چي هله موږ هم له افغانستانه خپله کډه رابار کړه، او پاکستان مو د افغان داخلي جنګونو ته یوازي پرېښود. بده لا دا چي پر پاکستان مو بندیزونه لا هم ولګول. خو کله چي د سپټمبر د یوولسمي حملې وسوې، او موږ بیا هلته ور دانګل، پاکستانیانو راته وویل: موږ ډېر خوشحاله یو چي تاسي بیا دلته ګورو، مګر موږ پوهېږو چي تاسي څرنګه خلګ یاست. تاسي به بیا خپلي کډي بار کړئ، خو که تاسي فکر کوئ چي موږ به طالبان خپل دوښمنان وګرځو، تاسي غولېدلي احمقان یاست.