خیسور خوښ کړئTwitterFacebook

د اندونیزیا ته د طالب هیات سفر

واحد فقیري

د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د طالبانو یو اته کسیزه هیات نن د جمعې په ورځ اندونیزیا ته روان سو. د طالبانو اطلاعیه وايي چي پدې سفر کي به د ښو اړیکو، سولي، او د افغانستان د آینده لپاره پر همکاریو باندي خبري وسي.

پدې وروستیو وختونو کي، طالبانو خپل دپلوماتیک او د عامه روابطو څانګي ته زیاته توجه کړې ده، او داسي ښکاري چي هدف يې د اسلامي او نورو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو ټینګول، د طالبانو د آینده حاکمیت د روش تشریح او توضیح، او په بین المللي سطح کي د سیاسي مشروعیت حاصلول دي.